IQNA

پاکستان کې د دینی مقدساتو سپکاوې قانون اصلاح کېږي

11:38 - February 01, 2016
د خبر لمبر: 3479827
نړیواله ډله: د پاکستان اسلامی ایدیالوژي شورا مشر اعلان کړي: د حکومت له دې شورا نه غوښتنه باندې د دینی سپکاوي په اړه قانون اصلاح کېدلي شي.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د رویترز نه په نقل، د پاکستان اسلامی ایدیالوژي شورا مشر مولانا محمد خان شیرانی، د حکومت له دې شورا نه غوښتنې سره مونږ د دې قانون«د دینی مقدساتو سپکاوي» اصلاح او بیا کتنې ته تیار یو.

هغه زیاته کړه: د دې قانون ۲۹۸-B او ۲۹۵-C بندونه د هغه اعمالو چې یو مذهب کې جرم ګڼلې کېږي سزا ورکولو نه منع شوي ده، نو دا جرمونه د مذهبی لقبونو، د قرآن کریم بې حرمتي، د مذهبی احساساتو سپکاوې او له دې ناوړه خبرو کې پیغمبرصلی الله علیه و آله ته اشاره سره ترې ناوړه استفاده کېږي.

مولوی اشرفی، څرګنده کړه: د پاکستان اسلامی ایدیالوژی شورا تیاره ده چې پاکستان کې د مقدساتو د سپکاوې قانون په اړه څېړنه او ارزونه وکړي، ځکه چې په دې کې مختلفې ډلې اختلاف نظر لري او ما همدارنګه تیار یو چې څرنګه د دې نه د ناوړه استفادې مخنیوي وکړو.

پاکستانی عالم مولوی اشرافی، د مولوی شیرانی د دې وړاندیز چې د دینی مقدساتو سپکاوي قانون کې اصلاح وشي په اړه وویل: دې قانون کې لاسوهنه به سختې او ناوړه پایلې ولري.

http://iqna.ir/fa/news/3471240

captcha