قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «World Bulletin» خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، دا غیر حکومتی مرکز «اسپانیایی کې اسلام» د امریکا هیوستن ښار کې جوړ شوي چې لاتیني مسلمانانو ته د اسلامی ښودنې ترلاسه کولو کې مرسته وکړي.
دې اسلامی مرکز کې جومات، موزه، د هرکاره سالون، نندارتون او هنري سټوديو شتون لري چې د امریکا لاتیني مسلمانانو پرمختګ ټولنې اړتیاوې ترسره کولو هدف سره جوړ شوي.
د شمېر له مخې، امریکا کې د لاتیني مسلمانانو ټولنه په امریکا کې ډېره تیزي سره پرمختګ ده.
دا مرکز او جومات امریکا کې د اسپانیایی ژبه لومړي ځای دي.
د امریکا مسلمان جیمی مجاهد فلچر، چې د «اسپانیایی کې اسلام» سازمان مشر او جوړوونکې دي وایئ: د دې سازمان جوړولو هدف اسپانیایی ژبې کې د اسلام اطلاعاتو وړاندې کول وو.
فلچر وایئ: کله چې اسلام باندې مشرف شوم نو کورنۍ ته او پلار ته د اسلام په اړه معلومات ورکولو لپاره د اسپانیا ژبي دینی سرچینو ته لکه کتاب او نورو مراجع ته مې اړتیا لرله او دا چې پخپله مې دا توان لرلو چې رسنۍ او فلمی محصولات تولید کړم نو د لومړي مې د کتابونو غږیزه ژباړه خپرولو باندې شروع وکړه.
هغه زیاته کړه: د «اسپانیایی کې اسلام» سازمان جوړول له دغه ځې نه شروع شو او بیا می مختلفه پروګرامونه او د اسپانیایی ژبه لاتیني مسلمانانو غونډې چې اسلام سره یی مینه لرله پيل کول شروع کړل.
فلچر وویل: بیا داسې وخت راغللو چې یو اسلامی مرکز او جومات ته مو اړتیا لرله چې د لاتیني ژبه مسلمانانو ښودنې او دینی اړتیاوې لرې کولو ځواب ورکوونکې وي.
هغه زیاته کړه: د اسپانیا ژبه ډېر مسلمانان داسې دې چې نوې مسلمانان دې او د اسلام قبلولو له کبله له کورنۍ نه لري شوي او خپل کلتور او کورنۍ یی د مسلمانېدو له کبله ترک کړي او په جومات کې هم اوس اکثره په عربۍ ژبه کې خبرې کوي.
دا مرکز سره د یو جومات، لاتیني امریکا کې اسلامی تاریخ یو نندارتون او اسپانیایی ژبه کې اسلامی محصولات تولید کولو لپاره یو هنري سټوډیو هم لري.