قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «The Art Newspaper» خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، دا نندارتون به د اکتوبر میاشتې منځني هفته کې د امریکا د ولسمشر انتخاباتو شروع کېدو نه مخې د فریر او سکلر هنري آثارو خونه چې له اسمیتسونین سره تړلې او د نړۍ څېړنو- کلتوری- علمی ترټولو لویه موزه ده کې پیل کېږي.
د امریکا ولسمشر انتخاباتو لپاره ټاکلې کانديد کمپاین کې د جمهوری خواه ګوند له اړخه «دونالد ترامپ» د اسلام او مسلمانانو خلاف افراطی او توند نظر د نړۍ هیوادونو د ورځپاڼو سرلیک وو.
د فریر هنر خونه مشر جولین رابی څرګنده کړه: دا نندارتون د امریکایی ننداره کوونکو ته فرصت ورکوې چې هنري او ذوق سره جوړ شوي د قرآنی ښکلې نمونو سره یی اشنا کړي.
هغه زیاته کړه: ننداره کوونکې به همدارنګه له هغه کسانو سره چې د دې قرآنی نسخو را جمع کولو سره هم اشنا کېږي.
د دې هنري خونه له بیانیه په رڼا کې دې نندارتون کې به د ۹۰۰ کالو لرغونې قرآن کریم له دمشق ۸ قرن نه د قرآنی هنر په اسلامی سراسر نړۍ کې پرمختګ او د ۱۶او ۱۷ قرن کې د عثمانی دورې قرآنونه په نندارې ته وړاندې کېږي.
همدارنګه د جوماتونو نه را جمع کړي شوي تاریخي توکي، د قرآن کریم صندوق او رحېلونه چې له مرواریدو او عاج نه جوړ شوي نندارې لپاره وړاندې کېږي.
معصومه فرهاد، د سکلر او فریر هنري خونې مشره به د دې نندارتون سمښت ترسره کوي.