IQNA

د قره باغ ځپلې سیمه کې د ۱۰ جوماتونو ویجاړول

11:30 - February 07, 2016
د خبر لمبر: 3479842
نړیواله ډله: تراوسه ۱۳ تاریخي او کلتوري چې نړیواله اهمیت یی لرلو او ۱۰ جوماتونه د جمهوری اذربایجان قره باغ ځپلې سیمه کې ویجاړ شوي.
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د قفقاز کلتوری مرکز نه په نقل، د اذربایجان ځپلې سیمو کې تقریباْ ۱۳ تاریخي، یادګاري او کلتوری چې نړیواله اهمیت یی لرلو او همدارنګه له ۶۰۰ نه زیات د اذربایجان ملي کلتوری ځایونه د ارامنه له اړخه ویجاړ شوي.
ارامنه همدارنګه د اذربایجان ځپلې سیمو کې ۸۰۴ هدیرې او ۱۰ جوماتونه ویجاړ کړي او د دې ځایونو یی سپکاوي کړي.
همدارنګه په دې سیمو کې ۲۲ موزه او ۴ انځورګري نندارتون او ۴۰ زره تاریخی، کلتوری او هنري ځایونه یی ویجاړ کړي او ۹۲۷ کتابتون چې په کې ۴،۶ ملیونه کتابونه او ارزښت لرونکې لیکلې شوي نسخې موجودې وي ته یی اور لږولې او نابود یی کړل.
په دې راپور کې راغلي ارامنه په دې وخت کې د اذربایجان د خلکو ځنې کلتوری او هنري آثارو ته ځان سره نسبت ورکړي.

captcha