قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، دا سیمینار چې اتبار په ورځ، د (د دین مصطفی صلی الله علیه و آله عزت) د کویټه سرینا هوټل کې پيل شو، د پاکستان د مشرانو جرګې او ولایتی غونډې استازو او د جمعه د امامانو په کې شتون لرلو.
د حوزه او د پوهنتون استادانو، محصلانو او شیعه او سنی طالبانو او د پاکستان مذهبی او سیاسي ګوندونو په سلګونو استازو په دې سیمینار کې ګډون کړي وو.
دې سیمینار کې تقریر کوونکو د اسلامی وحدت او د عالمانو وحدت ته تحقق ورکولو مهمې دندې باندې تاکید وکړو.
سیمینار کې شتون لرونکې سنی او شیعه عالمانو، خپلو خبرو کې د اسلام نړیواله ستونزو ته اشارې سره د دینی عالمانو له انساني ارزښتونو نه دفاع کې بشپړه دنده څرګنده کړه.
حافظ حمد الله، د اسلام علما جمیت ګوند غړي او د پاکستان جرګې استازې د دې سیمینار د تقریر کوونکو نه وو.
هغه د نړۍ مسلمانانو کې موجود اختلاف ډېره لویه خطره او د غرب دښمنانو دسیسې او په تېره بیا د امریکا دسیسه وټاکله او وې ویل: ټول مسلمانان او په تېره بیا د ولس عالمان باید دا رنګه ستونزو حل کولو لپاره لټون وکړي.
تقریر کوونکو همدارنګه داعش او د اسلامی نورو فرقو ترمنځه اختلاف د اسلام د دښمنانو کار وټاکلو او تاکید یی وکړو: دښمنان غرب کې د اسلام خپرېدو نه ویره کوي نو ځکه د اسلام انځور داغدار کوي چې له دې سره د اسلام د ودې مخنیوي وکړي.
عالمانو په دې سیمینار کې دې مشترکې او مهمې نکته ته اشاره وکړه او څرګنده یی کړه چې باید د نښتې او اختلاف په ځای باندې د اسلام دښمنانو دسیسه ته پام وکړو چې هیڅ کله نه غواړي اسلامی وحدت تحمل کړي.
هغوي همدارنګه تاکید وکړو: د اسلامی فرقو عالمان باید د وحدت لپاره او د اسلامی ولس دښمنانو سره مقابلې لپاره زیات کوښښ او لټون وکړې.
http://iqna.ir/fa/news/3477848