IQNA

د ډیجیټل قرآن یو خطی نسخې د برېتانیا په کتابتون کې نندارتون

7:51 - April 12, 2016
د خبر لمبر: 3479962
نړیواله ډله: د قرآن کریم یوې لرغوني خطی نسخې چې لرغونتوب یی ۸۰۰ میلادی کال ته ګرځې په یو ډیجیټل نسخی کې بدل کړي، نندارتون یی د برېتانیا په کتابتون کې شروع شو.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د العربی الجدید خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، دا خطی نسخه د قرآن کریم له لرغونې نسخو نه شمېرلې کېږي چې د ۱۲۱ سترې پاڼې لرې او د قرآن یو پر دریمه برخه بشپړ متن لري.

د هغه اطلاعاتو پر اساس چې د دې خطی قران د جلد شاته لیکلې شوې دا لاس لیکلې نسخه په کال ۱۸۷۹ کې د برېتانیا د موزی له اړخه د مسیحی کشیش جرویل جان چستر (۱۸۳۰-۱۸۹۲) نه اخیستلې شوي.

جرویل جان چیستر یو مسیحی کشش، چې د مصر هیواد تاریخی آثارو او تاریخ او لرغونتوب پوهان وو چې مصر ته یی څو سفرونه کړي وو او په دغه سفرونو کې یی ډېرې خطې نسخې او لرغونې آثار اخیستلې وو او دا آثار تر اوس په یو شمېر کلتوري موسسو او د برېتانیا په کتابتون کې ساتلې کېږي او نندارتون کې نندارې ته وړاندې کېږي.

د برېتانیا کتابتون د قرآن یو خطی نسخې چې د ۱۳۰۴ نه تر ۱۳۰۶ میلادی کلونو تر منځه لیکلې شوي او د یو مملوکی دورې باچا سره تړلې ده ډیجیټل نسخه یی د خلکو نندارې لپاره وړاندې کړي د قرآن دا خطی نسخه سرو زرو سره لیکلې شوي او ۳۲۱ پاڼې لري.

د برېتانیا کتابتون چې انګرېزۍ کې (The British Library) نوم لري د نړۍ ستر کتابتون دي چې په لندن ښار کې دي.

http://iqna.ir/fa/news/3486614


captcha