IQNA

د ایران قرآنی مقابله کې د بنګلادېش استازې معرفي

0:07 - April 16, 2016
د خبر لمبر: 3479970
نړیواله ډله: د بنګلادېش قاریان او حافظان د قرآن قرائت او حفظ برخه کې د ایران قرآنی نړیواله مقابلو ۳۳ دوري لپاره معرفي شوې دې.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د اسلامی اړیکو او کلتور سازمان خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، ایران قرآنی نړیواله مقابلو ۳۳دورې لپاره د بنګلادېش نه کسان معرفي کولو لپاره ځانګړې آزمون بنګلادېش کې د ایران کلتوري سازمان او د بنګلادېش اسلامی بنسټ سازمان له اړخه پیل شو. چې په کې تقریباْ ۱۵۰ کسانو په مختلفو برخه کې ګډون وکړو.

په دې مقابلو کې شرکت کوونکو د قرآن حفظ برخه کې ۱۰۰ نه زیات کسان وو چې په اخیره کې ۴۶ کسانو په مقابلو کې د شرکت شرایط باندې پوره وو او د قرائت په برخه کې ۳۷ کسان او د زړه روښانه(ړانده) نه ۴ کسانو له یوبل سره مقابله پيل کړه.

اسلامی بنسټ سازمان کې قرآنی فعالیتونه پیل کوونکې ۱۰ تنه مشرانو او وتلې داوران دعوت شوې وو چې وتلې قاریان او حافظان خوښ کړې، چې له هغو نه د اسلامی قرآنی بنسټ کلتوری او قرآنی چارو سازمان مشر عبدالسلام، د کلتوری برخې مشر محمد انیس الرحمان، د کلتوري څانګې قرآن پوهاند محمد حارث سنها، د کلتوري څانګې قرآن پوهاند حافظ مولوی عبدالجلیل، د حفظ داوران کې حافظ مولانا محمدعبدالله، داور حفظ، حافظ مولانا ولی الرحمان خان، داورحفظ، مولانا مفتی احسان الحق، داور حفظ، قاری ابوریحان، او د قرائت برخې داوران قاری امداد الاسلام، د قرائت داور او قاری احمد بن یوسف ته اشاره کولې شو.

د دې دوه ورځې مقابلو نتیجو د اعلان نه پس د قرآن کریم قرائت برخه کې محمد حبیب الرحمان، محمد شریف الامین صدیقی، او د قرآن کریم حفظ برخه کې تنویر حسین، د بنګلادېش د استازی په توګه د ایران قرآنی نړیواله مقابلو ۳۳ دوره کې ګډون لپاره معرفي شو.

د جمهوری اسلامی ایران قرآنی نړیواله مقابلو ۳۲ دوره تیر کال د خرداد میاشته کې د اسلامی هیوادونو مشرانو غونډې سالون کې پیل شوي وو.

captcha