قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د colombo.icro خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د ایران کلتوري سازمان مشر اورعی کریمی د سری لانکا مسلمانانو رسنۍ انجمن مشر په دعوت باندې د دغه انجمن د جوړولو مراسمو کې ګډون وکړو.
دا مراسم د سری لانکا لومړي وزیر رانیل ویکراماسینګه او د یو شمېر وزیرانو او د دغه هیواد د پارلمان غړو په شتون کې پيل شو.
فوزی، د سری لانکا د ملي سولې او وحدت وزیر او د مجلس غړې، رئوف حکیم، د او د اوبو لګولو او ښار پلان جوړولو وزیر، محمد هاشم عبدالحلیم، د مسلمانانو د چارو وزیر، رشاد بدیعالدین، صنعت او تجارت وزیر، فیزر مصطفی، د محلي حکومت او ولایتي غونډې وزیر، حفیظ نذیر احمد، د شرق ولایت ستر وزیر او کاروناراثنا پاراناویثانا، د رسنۍ او اصلاحاتو غونډې وزیر مرستیال په دې مراسمو کې شتون لرلو.
د کلمبو ښار ښاروال احمد جمال الدین او د سری لانکا مسلمانانو رسنۍ انجمن مشر محمد مزمل او د دغه هیواد جامعه نلیمیه د مشر مرستیال شیخ آغاز محمد، او ځنې خبریال او ژورنالیسټانو او مسلمانانو او غیر مسلمانانو په دې مراسمو کې هم ګډون کړې.
http://iqna.ir/fa/news/3494032