IQNA

مسلمان سيلانيانو جذب کولو لپاره د تايوان د هڅو د دوام

13:05 - June 01, 2016
د خبر لمبر: 3480049
نړیواله ډله: تايوان چې به وروستی ورځو کې د غیر اسلامی هیواد په توګه د مسلمانانو سیلانیانو لپاره په ترټولو امن ځای ټاکلې شوي په نظر کې لرې چې خپلو هڅو ته د مسلمانانو سلانیانو جذب کولو پراختیا ورکړي.
مسلمان سيلانيانو جذب کولو لپاره د تايوان د هڅو د دوام

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «Taipei Times» ورځپاڼې نه په نقل، د تايوان د سلانیانو ادارې اعلان کړي: تېر کال د ۱۱ ملیون سلانیانو نه چې دې هیواد ته یی سفر کړې ۲۰۰ زره کسان مسلمانان وو چې په دې برخه کې خرڅ شوي پرتله ښه اغېز یی نه درلود.

د سیلانیانو مسلمانانو دا شمېر د تايوان لپاره چې د سیل اووم مقصد ګڼلې کېږي او د غیر اسلامی هیواد په توګه د مسلمانانو سیلانیانو لپاره لومړۍ هیواد ګڼلې کېږي.

شمېرنې په ګوته کوې چې د مسلمانانو سیلانیانو شمېر ۱۱۷ ملیون کسان یعنې د نړۍ ۱۰٪ شمېر دې او تر کال ۲۰۲۰ پورې به دا تر ۱۶۷ ملیون کسانو ته رسېږي.

ډېر هیوادونه هڅې کوې چې اسلامی سیلانې بازارونه نه ګټه پورته کولو لپاره اړين شرایط برابر کړي.

د تايوان د سیلانې ادارې مشر وین لیو دې ته اشارې سره چې دا هیواد تراوسه د مسلمان سیلانو جذب کولو کې پاتې راغلې وویل: تقریباْ په لس کالو کې تقریباْ جاپانی سیلانیانو شمېر چې تايوان ته راغلې ۲ ملیون کسانو ته ورسېدو نو ځکه دا عقل نه منې چې فقط دوه کالو کې به د مسلمان سیلانیانو شمېر به زمونږ له هڅو نه پس به د پام وړ ته وده وکړي.

لیو ادامه ورکړه: دا ۲۰۰ زره مسلمان سیلانیان زیات له مالیزیا، اندونیزیا، اندونیزیا او فلپاین نه وو خو ولی د منځني ختیځ نه زیات سیلانیان نه وو.

د تايوان سیلانیانو ادارې د منځي ختیځ سیلانیانو په اړه څېړنه کوي او هڅه کوې چې هغې ته ضروري او د هغې د خوښې امکانات ورکړي چې دې هیواد ته جذب شي.

تېره میاشته کې، تايوان کې د ۳۰ نه زیات هوټلو د اسلامی قوانینو لاسلیک تر لاسه کړو چې د چین مسلمانانو انجمن له اړخه صادر شوي، دا هوټلي د لمونځ ځای، حلال خوراک او نور دارنګه ضروري امکانات د مسلمانانه مېلمنو لپاره وړاندې کوي.

http://iqna.ir/fa/news/3502390


captcha