تایلېنډ کې د ایران کلتوری ادارې مشر محمد رضا زینلی، قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) سره مرکه کې څرګنده کړه: د طاها ډله به د روژې مبارکه میاشت په دویمه نیمایي کې تایلېنډ ته را لېږلې کېږي او قرآنی پروګرامونه به په دې هیواد کې پیل کوي.
هغه زیاته کړه: دا پروګرامونه به جوماتونو او د تایلېنډ شیعه او سنی مسلمان اسلامی مرکزنو کې پيل کېږي چې په کې د قرآن کریم قرائت او د مذهبی سندرو پروګرامونه به پيل کوي.
زینلی څرګنده کړه: د طاها ډله به همدارنګه د تایلېنډ د جمعه لمونځ مراسمو کې هم خپل پروګرامونه وړاندې کوې.
د ایران کلتوری ادارې مشر همدارنګه د دې ډلې د رمضان المبارک میاشته کې نور پروګرامونه ته اشارې سره وویل: کلتوري اداره د قدر شپو کې یو لږ پروګرامونه لري چې په کې د دغې شپې ځانګړي عمل او د جوشن کبیره دعا لوستل او د قرآن په سر باندې اېښودو عمل شامل دي.
هغه زیاته کړه: د ایران کلتوری اداره همدارنګه د روژه دارو لپاره د روژه ماتې پروګرام د سیمې مالداره کسانو په مرسته پيل کوي.
د طاها نړیواله مذهبی سندرغاړو ډله(مازندران) له ایران امتیازي ډلو سخه ده چې د مذهبی سندرو مقابلو شلمه دوره کې یی لومړي مقام ترلاسه کړي او د قرآن کریم سره قرائت مقابله کې چې د ۹۴ کال اسفند میاشته په تهران کې پیل شوې وه هم لومړي مقام ترلاسه کړي وو.
http://iqna.ir/fa/news/3504347