IQNA

لندن کې د عباس علیه السلام د سپېڅلې زیارت له اړخه د قرآنی مرکز پرانیستا + انځور

3:43 - June 12, 2016
د خبر لمبر: 3480067
نړیواله ډله: د حضرت عباس علیه السلام سپېڅلې زیارت سره تړلې د انساني علمونو او د اسلامی معارف چارو برخې په مرسته لنده کې د قرآنی مرکز پرانیستا وشوه.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «الکفیل» نړیواله چینل نه په نقل، دا مرکز د اهل بیت علیهم السلام د مذهب له نظره قرآنی څېړنې او تعلیمي خدمتونه وړاندې کولو په موخه د انګلستان په مرکز کې پرانیستي شوې.

د حضرت عباس علیه السلام د زیارت له اړخه تراوسه دارنګه قرآنی مرکزونه د عراق په مختلفو ښارونو کې جوړ شوی دې او دا د حضرت عباس علیه السلام د زیارت له اړخه لومړي قرآنی مرکز دې چې د هیواد نه بهر یی پرانیستا وشوه.

لندن کې د عباس علیه السلام د سپېڅلې زیارت له اړخه د قرآنی مرکز پرانیستا + انځور

د لندن قرآنی مرکز پرانیستا د حضرت عباس علیه السلام د زیارت د قرآنی علمونو او تفسیر، چاپ مرکز مشر شیخ ضیاء الدین الزبیدي تقریر سره وشوه.

هغه په دې مراسمو کې وویل: د دارنګه مرکزونو د پرانیستا اهمیت په ځوانانو کې د قرآنی علمونو خپرول دې، په تېره بيا که داسې مرکزونه چې له رسول الله صلی الله علیه و آله او د هغوي د کورنۍ علیهم السلام له اصل فکر سره تړلې وي.

لندن کې د عباس علیه السلام د سپېڅلې زیارت له اړخه د قرآنی مرکز پرانیستا + انځور

شیخ الزبیدي په ادامه کې هیله څرګنده کړه چې دا قرآنی مرکز به د ثقلین(قرآن او اهلبیت علیهم السلام) د منونکو لپاره لارښود او لندن کې د قرآنی چارو مرجع وي.

لندن کې د عباس علیه السلام د سپېڅلې زیارت له اړخه د قرآنی مرکز پرانیستا + انځور

د لندن اسلامی مرکز پرانیستا مراسمو کې د دغې تقریر نه علاوه نور پروګرامونه هم پيل شو چې په کې د حضرت عباس علیه السلام د سپېڅلې زیارت د مصحف د لیک مراحلو فلم او لندن کې د سپېڅلې زیارت له اړخه د قرآن تفسیر، تلاوت، ابتدا او وقف او تاریخ زدکړې څلورو دورو کې ګډون کوونکو لمانځل او هغوي ته هدیه ورکولو مراسم هم وو.

لندن کې د عباس علیه السلام د سپېڅلې زیارت له اړخه د قرآنی مرکز پرانیستا + انځور

لندن کې د عباس علیه السلام د سپېڅلې زیارت له اړخه د قرآنی مرکز پرانیستا + انځور

http://iqna.ir/fa/news/3504353


captcha