IQNA

د شیر خدا حضرت علی علیه السلام د شهادت کلیزه/ د حضرت علی علیه السلام شخصیت

16:51 - June 27, 2016
د خبر لمبر: 3480099
نړیواله ډله: نړیوالو سایټونوکې د هغه بزرګوار په باب خورا زیات مطلبونه موندلی شو . د هغو یو مثال دا چې په ګوګل کې په انګریزي ژبه د علی نامه په شپږ میلیونه پنځه لکه او شپیته زره سایټونوکې موجوده ده په فرانسوي ګوګل کې هم اوه میلیون اته لکه او لس زره سایټونو د حضرت امام علی علیه السلام په باب مطلبونه لیکل شوی دی .
د شیر خدا حضرت علی علیه السلام د شهادت کلیزه/ د حضرت علی علیه السلام شخصیت
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، حضرت امام علی علیه السلام ناپيژندل شوی شخصیت نه دی که څه هم هیچا هماغه شان چې دی نه دی پيژندلی . .د هغه له عظمته ډکه نامه د تاریخ په ډيرو صفحو کې تر سترګو کیږی . د امام علی یوه مینه وال په یوې څیړنې سره امام علی له پيغمبر اکرم وروسته په انټرنیټي سايټونوکې خورا زیات انعکاس لرونکي څيره ګڼي په دې ډول چې په نړیوالو سایټونوکې د هغه بزرګوار په باب خورا زیات مطلبونه موندلی شو . د هغو یو مثال دا چې په ګوګل کې په انګریزي ژبه د علی نامه په شپږ میلیونه پنځه لکه او شپیته زره سایټونوکې موجوده ده
په فرانسوي ګوګل کې هم اوه میلیون اته لکه او لس زره سایټونو د حضرت امام علی علیه السلام په باب مطلبونه لیکل شوی دی .
د لبنان یو مسیحی متفکر جارج جرداق چې د حضرت علی د عظمت او فضایلو په وړاندې سر تیته وی ، وائي ، که دغه لوی شخصیت وپيژنئ او یا ئې ونه پيژنئ ، تاریخ ګواهي ورکوی چې هغه نه ختمیدونکی فضیلت ، شهید. د شهیدانو سالار، دا نسانی عدالت چغه او د ختیځ تل پاتې شخصیت دی . د بشریت په تاریخ کې د آدم او حوا په زامنو کې هیچادعلی په څير د حق په لاره کې ګام نه دی پورته کړی . د علی له زړه اسلام له چینې څخه د اوبو په څير راخوټيد. دهغه وخت هر یو مسلمان له اسلام منلو مخکې د قریشو د بتانو لپاره دعا او لمنځ کاوهّ ، خو د علی لومړنی لمنځ او عبادت د محمدد خداي په وړاندې ترسره شو .علی دحق په لاره کې د غرهّ په څير استقامت کاوهّ اود فاسدوقدرتونودظلم ،ماده پرستۍ او اشرافیت په وړاندې ئې په پاک انساني فطرت او د ایمان او پوهې په ځواک سره مقاومت او مبارزه وکړه . هغه د سمندر هغه څپه ده چې درست پنځون يې راګیر کړی دی ، خو د یوه یتیم ماشوم له سترګو د اوښکو د یوې قطرې په تویدو سره طوفاني کیږی .جرداق ورپسې د زړه له تله چغه پورته کوي چې ، ائ نړۍ ، څه به شوی وائ که له ټول ځواکه دې کار اخستی واي او په هر دور کې د علی په څيرشخصیت دې په هغه عقل اوزړه او ژبه او تورې سره راڅرګندولئ؟
په نړۍ کې د نوي څپې په رامینځته کیدا او د پوهو او ویښو زړونو په بیداریداسره چې د حق اوحقیقت په لور درومی، دغه مسیحی لیکوال وايې ، نوی پيړۍ راغلې ده او ناببره فکر کوو چې هغه معنې او ارزښتونه چې د ابو طالب د زوي له شخصیته څرګندیږی او تل په نفوسو کې لویږی او او ج مومی او نتیجه ئې د ادب او اخلاقو پراخیتا ده چې په دې وسیله دانسان دوفادارۍ او ژمنیتا مجسم کیږی .
انسانان هرڅومره چې په علمونواوحقایقولازیات پوهیږی،دنورو په ناپوهۍ لا زیات کړیږی . علی له هغو یو انسان دی . هغه چې په علم او پوهې کې یو بې ساری انسان دی ، چې پر ناپوهواوبې بصیرته کسانو په خلاف راپورته شواوپخپلو لوړو لیدتوګو سره ئې د انسان د عقل او علم په حدودو کې نوي بدلونونه راوستل او په په دغې لارې کې ئې نور خلک له ځانه پیروۍ ته وبلل .امام بزرګوار د نهج البلاغې په ۱۸۷ او۲۲۹ خطبو کې فرمائي :، پوه شئ ، زما مور پلار له هغه چا قربان شه چې (له ماوروسته خلک سمې لارې ته وبولي ) نامه ئې په اسمان کې مشهوره او په مځکې کې ناپيژندل شوې ده . پوه شئ چې باید دداسې پیښو په تمه ووسئ چې د تاسو کارونه ګډوډکوی
حضرت علی نادان لالهانده او حیران باله ّ اوپه عین حال کې ئې عالم انسان یوازې په عقل او پوهې له تکیې منع کاوهّ،ځکه چې انسان هماغه ډول چې دحقیقت لټولو اوعلمي ګروهنو تر اغیز لاندې راځي دځانمنۍ او مقام غواړو ګروهنو تر اغیز لاندې هم ورځي .
هغه بزرګوار ړوند تقلید او ځيل له دې نظره چې د حقیقت غواړي روح په اپوټه دی محکوم کوی او ټول بصیرت او زیاتې پوهې ته بولی او فرمايي ، خداي دې په هغو کسانو رحمت نازل کړی چې فکر وکړی،پند واخلی ا و سترګې ئې وغړیږی :،
بصیرت په اصطلاح کې هغه خاص نور ته وائی چې د تفکر او د وحي او امامت له مشاله د استفادې په نتیجې کې د انسان په زړه کې پیداکیږی . هغه کسان چې بصیرت نه لری انساني ژوند هم نه لری ، ځکه د هغوي فکر او نظر په تیارې کې دی او حقیقت نه پيژنی او په همدی دلیل د نیکمرغۍاو کمال لاره هم نه پيژنی قرآن پاک هغه کسان چې په زړه کې د بصیرت مشال لری او هغه کسان چې دغه مشال نه لری پرتله کوی اود انعام سورې په ۱۲۲ آيت کې فرمائي:، آيا هغه څوک چې زړه ئې مړ ؤ او ژوندی موکړ اودهغه لپاره مو رڼا ډالۍ کړه څو دهغې په سیوری کې د خلکو په مینځ کې لاړ شي، دهغه چا په شا ن دی چې ګواکې په تورتمونو کې ګیر دی اوبهر ترې نشي راوتلی ؟ په دې ډول دکافرانو لپاره هغه څه چې ترسره ئې کول ښکلي کړاي شوی دی.
بصیرت په دې دلیل چې د انسان د ټولو عملونو چورلیز دی او د انسانانوبیلابیل عکس العملونه د هغو په اساس بڼه مومی اهمیت لری ، داړونده انسان ارزښت او باور دهغه د فکر په څرنګوالي پورې اړه لري . لکه څنګه چې امام علی فرمائی :،د هرانسان ارزښت د هغه د پوهې په اندازه دی :.
په همدې اساس امام علی علیه السلام خلک د عقل او تفکر له مشاله استفادې او له تقوا سره ئې یو ځآی کولو ته بولی . په حقیقت کې ددې لپاره چې د بصیرت د مشال رڼا دوام پيدا کړی ، باید د نفساني خواهشاتو د توفان په وړاندې بندجوړشي ، تقوا هماغه ځواکمن بند دی چې په انسانانو کې د نفسانی خواهشاتو توفان کنټرولولی شي .
عقل هم دانسان د فکر یوه سرچینه ده تفکر او نظرد پنځون په نظام کې د عقل په غاړه وراچول شوی دی . په بله وینا فکر کول پخپله د بصیرت عامل دی .امام بزرګوار بیا فرمائي :، د هرچا فکر اوږد شی دهغه نظر هم ښه کیږی :.
هغه کسان چې له ژورې پيژتدګلوۍ بې برخې وی او له پنځونه دهغوي پيژندګلوي محسوساتوته بیله وي ،دهغوناروغانوپه څيردي چې په ناپوهۍ او لالهاندۍ کې ګیر دي .هغه کسان چې تورزړي دي ، داسې ناروغان دی چې دهغوی عقلي او قلبي پيژندګلویو سرچینه تړل شوې ده :، له دې امله دپنّځون له ژورې پيژندګلوۍ محروم دی . امام علی بنی امیه په دغې ډلې کې ګڼي چې د نور په حکمت سره ئې خپل زړه او روح روښانه کړی نه دی . او د علم په زیاتیدونکو رڼاګانو سره ئې خپل زړونه نه دی رڼا کړي . هغه بزرګواردهغو کسانو په حق کې چې په حکمت او معرفت پسې دی دعا کوی او د نهج البلاغې په ۷۶ خطبې کې فرمائی :، خدايه هغه کسان وبخښې چې یوه حکیمانه خبره وآوري اووې مني .
امام علی علیه السلام پوهه د بصیرت عامل معرفي کوي او فرمآئي:، دغه پوهان هغه کسان دی چې د عقل په سترګو سره په پنځون فکر کوی او نظر ئې له دغې محسوسې نړۍ تیریږی . او نامحسوسې نړ ۍته رسیږی او په نتیجې کې هغه ملګرې او ذات چې دغه لاره تر هغه رسیږی وینی .:.
امام علی په خپلو لارښونوکې قرآن پاک د عقل لرونکو لپاره د حق سرچینه ګڼي او له مسلمانانو غواړي چې دهغه په تعلیماتو په عمل سره دنیکمرغۍې لاره کچ کړی . دهغه بزرګوار په یو لړ نورو څرګندونو کې راغلي دي د قرآن پآک په وسیله وینئ .دغه کتاب هغو کسانو ته چې دده په رڼا کې ګام پورته کوی له حقې لار ې نه غړوی او خپل مقصد ته هغوي رسوی .
امام علی په یوه بل ځاي کې فرزمائی :، په چاروکې له قرآنه مرسته وغواړئ :. پوه شئ ، داهماغه قرآن نصیحت کونکی دی چې څوک نه غولوي ، او لارښونکی دی چې څوک نه ګمراه کوی او داسې ویندويئ دی چې هیڅکله دروغ نه و ائي
دحضرن امام علی علیه السلام یوه بله لارښونه له تاریخه د عبرت اخستلو لپآره انسانانو ته بلنه ورکول او تیرو آثارو ته پآم دی . دوی امام حسن علیه السلام ته پخپل وصّیت کې فرمائی :خپل زړه ته د تاریخ هغه ارزښمن ، ښوونکي او حساس ټکي متوجه کړه څو د تیرو خلکو له تجروبو استفاده وکړې او دا سې فکر وکړه او وانګیره چې ګواکې په نزدې راتلونکی کې به ته هم د هغو په څير شې چې دوستان به دې پریږدی اود پردي وطن په سفر به لاړ شې . فکر وکړه چې څه کول پکار دی .؛
دامام علی په نظر کې انسان لوړ کرامت او شان لری او هغه پخپله باید داسې چلند ونه کړی چې دانسانیت مقام ئې ولړزیږی . نو ځکه کله چې پخپله دچارو واګې په لاس کې لری او په یوې سوارلۍ سپور دی ،نو هغو کسانو ته چې غواړي پلي ورسره ملګرتیا وکړی ، فرمائي ، بیرته ستانه شئ چې زما په رکاب کې دتاسوپلی تلل دمومن دسپکاوی اودواکمن دغروراوتکبر سبب کیږی :.
حضرت امام علی علیه السلام چې پخپله د حق او ریښتونوالۍ بیرغوال دی،تل خلک دحق په لاره کې تل پاتیکیدا ته بولی . هغه بزرګوار خورا نیک ا ومعروف د ستمګر واکمن په وړاندې د حق خبره کول ګڼي او ددغه ډول انسانانو په ستايلو سره فرمائي ؛، پر هغه چا دې د خداي رحمت وي چې حق ئې ولیداو او ورځينی ملاتړ ئې وکړ. یا ئې ظلم ولید او ورسره ئې مبارزه وکړه او د ظلم په خلاف دحق په ګټه ودرید .
د روژې د میاشتې یویشتمه نیټه د نړۍ د مسلمانانو د وړومبی معصوم امام حضرت علی علیه السلام د شهادت کلیزه ده.
د نولسمې روژې د سهار د لمانځه په وخت د ابن ملجم مرادی په نامه د خوارجو د ډلې یو بدبخته کس د حضرت علی علیه السلام په سر مبارک باندې په داسې حال کښې په زهرو د ککړې تورې ګوذار وکړ چې هغه حضرت د سهار په لمانځه ولاړ و.

امیر المومنین امام علی علیه السلام د دغه ګوذار له خوړلو دوه ورځې وروسته یعنې د روژې په یویشتمه نیټه شهید شو.

د نړۍ د مسلمانانو د وړومبنی معصوم امام حضرت علی علیه السلام د شهادت د کلیزې د شپې په مناسبت د نړۍ ټولو مسلمانانو په تیره بیا خپلو ګرانو اوریدونکو ته تسلیت او تعزیت وایو او غواړو چې د قدر په دې شپو کښې مو پخپلو دعاګانو کښې یاد وساتئ.

روژې او عبادتونه مو خدای تعالی قبول کړه.
captcha