قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د پیشاور ورځپاڼې نه په نقل، د پاکستان په مختلفو سیمو کې سره د خیبر پختونخواه ولایت د هند ځواکونو د کشمیر په ولس باندې ظلم او ستم په خلاف لاریون پیل شو.
د خیبر پختونخواه ولس او مختلفو سیاسي ډلو دا لاریون د کشمیر ولس سره د مینې اظهار لپاره پيل کړې وو.
پېښور کې هم د تحریک انصاف ګوند، ولس ګوند او جمعیت علمای اسلام ګوند دارنګه لاریون پیل کړو.
لاریون پیل کوونکو له پاکستانی حکومت نه غوښتنه وکړه چې د کشمیر په ولس باندې ظلم او ستم بندولو لپاره علمي اقدام وکړې او اسلامی هیوادونه نه یی هم د هغې د ازادی غورځنګ نه د حمایت غوښتنه وکړه.
په سوات او کویټه کې هم لاریون پیل شو او د کشمیر ولس په حمایت کې او د پوځ له خوا د هغوی مخنیوی لپاره غوښتنه وکړه.
لاریون پیل کوونکو د مراسمو په اخیره کې د یوه بیانه د ځواکونو له اړخه د کشمیر په مسلمانانو باندې ظلم او ستم په خلاف د اسلامی مرستې سازمان نه په دې ډګر د مرستې غوښتنه وکړه.
پاکستانی ولس د کشمیر مسلمانان د نړۍ له نورو مسلمانانو غونډې وټاکل چې له اسلامی شریعت او قرآن باندې عمل کوې او تاکید یی وکړو چې باید د دې ستونزو او بریدونو مخنیوي لپاره د هغوي نه دفاع وکړي.
http://iqna.ir/fa/news/3516194