IQNA

د عرفه ورځ باندې د قرآن ساعت نړیواله کمپاین

1:05 - August 09, 2016
د خبر لمبر: 3480145
نړیواله ډله: لومړي ځل د قرآن کریم نه مننه او هغې سره د میني اعلان به په ټوله نړۍ کې په یو وخت سره ۹ ذی الحجه ۲۱ شهریور د عرفې په ورځ چې د دعا ورځ ده یوه ګېنټه د قرآن کریم قرائت کېږي.
د عرفه ورځ باندې د قرآن ساعت نړیواله کمپاین

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «Bernama» خبرونو نه په نقل، نړیواله دا کمپاین به د مالیزیا یو رسنۍ شرکت له اړخه د قرآن ساعت عنوان سره له سهار ۹ نه تر ۱۰ بجو په ۹ ذی الحجة ۲۱ شهریور باندې پيل کېږي.

د مالیزیا «karangkraf» رسنۍ شرکت مشر حسام الدین یعقوب، اعلان کړې چې دا پروګرام د نړۍ د ټولو مسلمانانو شرکت جذب کولو هدف سره پیل کېږي.

هغه زیاته کړه: دا د یو نوښت پروګرام د قرآن کریم زدکړې اسلام امت ته وړاندې کولو او ایمان ته وده ورکولو، قرآن کریم اوسني ډګر کې پيوستون کې بدلولو او د قرآن کریم احترم هدف سره به په لوړه کچه ترسره کړي.

یعقوب وویل: تر اوسه ۱۱۷ هیوادونو او په سلګونو موسسو همدارنګه غیر حکومتي اسلامی سازمانونو په دې پروګرام کې ګډون کړې او کوې په دې کې د اسلامی همکاري سازمان ۵۶ غړې هم شرکت کوې.

حسام الدین زیاته کړه: د مالیزیا د رسنۍ بنسټ هم توافق کړې چې د دې پروګرام خپرولو لپاره او د دې پروګرام پيل کولو او د دې پروګرام ګټونکو لمانځلو پورې همکارې کوې.

۹ ذی الحجه چې ورته د عرفې ورځ ویلې شې دا ورځه د مسلمانانو لپاره مهم ده او په تېره بیا شیعیانو لپاره ډېره مهمه ورځ ده، که څه هم اختر نوم یی نه دې خو ولی دا ورځ په اختر پېژندلې شوې ده، او همدارنګه په دې ورځ باندې امام حسین علیه السلام د حج مراسم نه ورستو د کربلا په لور خپل سفر شروع کړې وو، نو له دې وجهې هم د شیعیانو لپاره خاص اهمیت لرې همدارنګه په دې ورځ د شیعیانو د دریم امام زیارت لوستلو هم ډېر تاکید او سفارش شوي.

په دې ورځ حجاج د مکې ښار نه د عرفات صحرا ته ځې او هلته راز او نیاز او دعاګانې کوې او د ماسپښین او مازدیګر لمونځ نه پس د جبل الرحمة په لمنه کې دعا کوې، بیا حجاج د مشعر الحرام په لور حرکت کوې او تر اختر ورځې د منا په ځمکه مېشت وې.

http://iqna.ir/fa/news/3519812


captcha