IQNA

د بیت الله الحرام حاجيانو او د نړۍ مسلمانانو ته د انقلاب معظم لارښود پيغام

اسلامی نړۍ د سعودي ظالمانه چال چلند په سبب د حج د مناسکو لپاره یو بنسټیز فکر وکړی

8:39 - September 09, 2016
د خبر لمبر: 3480185
سیاسي ډله: حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه ای نن د بیت الله الحرام د دې کال حاجيانو په نامه په یوه پیغام کې ټینګار وکړو: اسلامی نړۍ باید د سعودی واکمنو شرمناک، بې ایمانه او مادي واقعیت په ښه توګه درک کړی او د هغو جنایتونو په وجه د هغوی ګرېوان پرې نږدې چې په اسلامی نړۍ کې یئ ترسره کړی دی او د حرمین شریفین د مدیریت او د حج د مناسکو لپاره یو بنسټیز فکر وکړي.
اسلامی نړۍ د سعودي ظالمانه چال چلند په سبب د حج د مناسکو لپاره یو بنسټیز فکر وکړی

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د معظم لارښود دفتر د خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، حضرت آیت الله خامنه ای د اسلامی انقلاب لارښود حج د مسلمانانو د پت او معنویت بېلګه او د ستم ګرو د ګواښونو په وړاندې د انسانانو د آرامښت او امنیت سرچینه او له مشرکانو څخه د بیزارۍ او برائت او د مومنانو د وحدت ځای ټاکلو سره د منا غمیزه پېښې ته اشارې سره، اسلامی ولس او حکومتونو ته تاکید وکړو: اسلامی نړۍ باید د سعودی واکمنو شرمناک، بې ایمانه او مادي واقعیت په ښه توګه درک کړی او د هغو جنایتونو په وجه د هغوی ګرېوان پرې نږدې چې په اسلامی نړۍ کې یئ ترسره کړی دی او د حرمین شریفین د مدیریت او د حج د مناسکو لپاره یو بنسټیز فکر وکړي.

د اسلامی غورځنګ لارښود د پیغام متن په لاندې ډول دي:

بسم اللّه الرّحمن الرّحیم

وَ الحَمدُ لِلّهِ رَبِّ العالَمین وَ صَلَّی اللّهُ عَلی سَیّدِنا مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ الطَّیِّبینَ وَ صَحبِهِ المُنتَجَبین وَ مَن تَبِعَهُم بِاِحسانٍ اِلی یَومِ الدّین.

ټوله نړۍ کې مسلمانو ورونو او خويندو!

د حج ورځې د مسلمانانو لپاره، د افتخار او د مخلوق په نظر کې پرتمین او د خالق په وړاندې د عاجزي او د زړونو د روښانتیا ورځي دې، حج ولسي، الهي، دنیوی او سپېځلي فریضه ده. الله فرمایی: «فَاذکُرُوا اللّهَ کَذِکرِکُم ءابآءَکُم اَو اَشَدَّ ذِکرًا» (سوره‌ بقره، آیت ۲۰۰) او «وَ اذکُرُوا اللّهَ فی اَیّامٍ مَعدوداتٍ» (. سوره‌ بقره، آیت ۲۰۳) او همدارنګه دا خطاب «اَلَّذی جَعَلناهُ لِلنّاسِ سَوآءَنِ العاکِفُ فیهِ وَالباد» (سوره حج، آیت۲۵) یی بي شمېره اړخونه په ډاګه کوي.

دې بې سارې دود کې، د وخت او ځای امنیت لکه د یو روښانه ستوري او څرګنده نښې، د انسانانو زړونو ته آرامښت ورکوې او حج کوونکې د نا امنۍ د عواملو بندیز نه چې د ظالمانو واکمن له خوا تل یی پرې انسان ګواښ کړې دي نه بهر کوي او د امنیت خوندیتوب هغه ته په ټاکلې شوي موده کې ورکوي.

ابراهیمی حج د نړیوالو زورویونکو په وړاندې د اسلامی امت د عزت او عظمت څرګندونکی او همداشان د عزت او معنویت او وحدت او پرتم سمبول دی او د مرداري، فساد، ذلت او ظلم چې د نړیواله خپل سري او ظالمانو په بشري ټولنې تحمیل کړې نه د هغوي فاصله په څرګنده کوي، اسلامی او توحیدی حج، د «اَشِدّآءُ عَلَی الکُفّارِ رُحَمآءُ بَینَهُم» (سوره‌ فتح، آیت۲۹) سمبول دي، او له مشرکانو نه د برائت او مومنانو سره د یووالي او الفت ځای دي.

هغه چې حج په یو زیارتی-سیاحتی سفر پورې محدود کړی او د ایران له مومن او انقلابی ولس سره دښمنی او کینه یې د (حج د سیاسی کولو) تر عنوان لاندې پټه کړې ده، هغه سپک او حقیر شیطانان دی چې له خطر سره د ستر شیطان (امریکې) د ګټو له مخامخیدو ویریږی. داسلامی انقلاب معظم لارښود پخپل پیغام کې څرګنده کړې ، دسعودی عربستان واکوالان چې سږ کال ئې دخدای کور ته دایرانیو مومنو حاجیانو لاره تړلې ده ، هغه تورمخی ګمراهان دی چې د قدرت په ګدۍ کې خپله بقاء دمستکبرانو دغوښتنو په پوره کولو او دصهونزم اوامریکا سره په انډیوالۍ کې وینی ، او په دې لاره کې له هیڅ ډول خیانته مخ نه ا ړوی

اوس، د منا د ویروونکی پېښي نژدې يو کال کېږي چې په کې څو زره کسان د اختر په ورځ او د احرام په جامه کې، د نمر لاندې او اوچو تږو شونډو سره بي ګناه خپل ژوند یی له لاسه ورکړي، د هغې نه لږ وړاندې هم په مسجد الحرام کې یوه غونډه چې عبادت او طواف او لمونځ کې مشغول وه په وینو کې لت پت شوي وه، د دې دواړو پېښو کې سعودي چارواکې مجرمان دي.

دا هغه څه دي چې ټول شتون لرونکې او فنی څارونکی او مفسرین په دې نظر دی چې دسعودی واکمن د دغو غمیزو اصلی ګرم دی . ددې په ترڅ کې چې د هغوی له خوا دغمیزو د اصلی والی ګمان مطرح شو .

د مرګي حال ټپیانو ژغورل ځنډول او بې پامي، چې زړونه یی د قرباني اختر کې د الهي آیتونو او ذکر ته ليواله وو، هم قطعې او پرېکنده خبره ده.

جنایتکارو او سخت زړو سعودیانو د منا د پیښې زخمیان له مړو سره یوځاې په کنټینرونو کښې بند کړل او د هغوی د درملنې یا مرستې او حتی ورته د اوبو ورکولو پر ځاې یې هغوی شهیدان کړل.

د مختلفو هیوادونو څو زره کورنو خپل عزیزان له لاسه ورکړي او ولس په غم ځپلې دي، له اسلامی جمهوری هم تقریباْ ۵۰۰ کسان په دغه شهیدانو کې وو، د دغه شهیدانو کورنۍ تراوسه په غم ځپلي دي او د ملت اوس هم خپه او په غوسه دي.

سعودی واکوالانو د بخښنه غوښتنې، پښیمانۍ او د دې بوږنونکې پیښې د نیغ په نیغه ګرمو کسانو د قضائی تعقیب پرځاې په ډیرې زیاتې سپین سترګۍ او بې شرمۍ سره حتی د حقیقت لټونکی نړیوال اسلامی پلاوی له جوړیدو ډډه وکړه.

سعودي چارواکې د تورن په ځای د ادعا په ځای ولاړ دي او د اسلامی جمهوری سره خپله زړه دښمني او د هر هغه اسلامی بېرغ چې د کفر او ظلم په مقابله کې اوچت شوي سره خپل بد او سپک نظر نور هم څرګنده کړي.

دهغوی تبلیغاتی رسنۍ او هغه بې تقوا او حرام خواره مفتیان چې په ښکاره دکتاب او سنت په اپوټه فتوا ورکوی ، چټی هلې ځلې کوی چې ایران دسږکال له حج څخه دایرانیو حاجیانو پّه محرومولو کې تورن وبریښوی . دوی فرمائیلی ؛ هغه فتنه ګر واکولان چې دتکفیری او شرغواړو ډلو په جوړولو او سنبالولو سره ئې اسلامی نړۍ دکورنیو شخړو او دبې ګناه انسانانو دوژل کیدا اوټپی کیدا سره مخامخ کړې ده ، او یمن ،عراق او شام اولیبیا او ځینی نور هیوادونه ئې په وینو ککړ کړی دی ، هغه سیاستوالان دی چې صهونیسټ یرغلګر رژیم ته ئې د دوستۍ لاسونه غزولی او دفلسطنیانو پر غمونو اوکړاؤنو ئې سترګې پټې کړی دی ، او په بحرین کې ئې دخپل خیانت اوظمل لمن پراخه کړې ده .له خدایه بې خبره سیاستوالانو چې صهیونیسټ نیواکګر رژیم ته یې د دوستۍ لاس ورکړی او د فلسطینیانو په سخت رنځ او کړاو یې سترګې پټې کړې دی، د خپل ظلم او خیانت لمنه یې د بحرین تر کلیو او ښارونو ارته کړې ده.

هغه بي دینه او بي وجدانه واکمنه چې د منا ستره پېښه یی پيل کړه او د حرمین خدمت کوونکې په نوم یی د الله د امن حرم ته یی سپک کتلې او د رحمان الله مېلمانه یی د اختر په ورځ منا کې او په مسجدالحرام کې قرباني کړې، اوس د حج سیاسي نه کېدو خبری کوې او نور خلک هغه ګناه ته چې پخپله پرې تورن دې تورول غواړې، دغه کسان د قرآن کریم د روښانه بیان څرګنده مصداق دي چې فرمایی: «وَ اِذا تَوَلّیٰ سَعیٰ فِی الاَرضِ لِیُفسِدَ فیها وَ یُهلِکَ الحَرثَ وَ النَّسلَ وَ اللّهُ لا یُحِبُّ الفَساد * وَ اِذا قیلَ لَهُ اتَّقِ اللّهَ اَخَذَتهُ العِزَّةُ بِالاِثمِ فَحَسبُه‌و جَهَنَّمُ وَ لَبِئسَ المِهاد»( سوره‌ بقره، آیت ۲۰۵ او۲۰۶)

سعودی واکمنو دي کال همد ایرانیوحاجیانو او د ځینو نورو ولسونو دحاجیانو دلارې پر بندولو سربیره ، دنورو هیوادونو حاجیان دامریکا اوصهونیسټی رژیم دجاسوسۍ ادارو په مرستو سره په غیر معمولی کنټرولونکو محدودو کې راوستی او الهی امن کور ئې دټولو لپاره ناکراره کړی دی . اسلامی نړۍ باید د سعودی واکمنو شرمناک، بې ایمانه او مادي واقعیت په ښه توګه درک کړی او د هغو جنایتونو په وجه د هغوی ګرېوان پرې نږدې چې په اسلامی نړۍ کې یئ ترسره کړی دی او د حرمین شریفین د مدیریت او د حج د مناسکو لپاره یو بنسټیز فکر وکړي.

سږ کال د حج په مراسمو کښې د ایران د مشتاقو او بااخلاصه حاجیانو ځاې خالی دی خو هغوی پخپلو زړونو سره حاضر او د ټولې نړۍ د حاجیانو ترڅنګ دی او د هغوی له حاله اندیښمن دی او دعا کوی چې د ملعون طاغوتیان ورته تاوان و نه رسوی.

د خپل ایرانی روڼه او خویندي په دعاګانو، عبادتونو او مناجاتو کې یاد لري او د اسلامی ټولنې ستونزوي حل کېدو او د اسلامی ولس نه د ظالمانو، صهیونیستو او مستکبرانو لاس لنډېدو لپاره دعا وکړي.

زه د تېر کال (۹ مرداد ۱۳۶۶ «۶ ذی‌الحجّه ۱۴۰۷ ق») کې د مسجد الحرام او د منا او د مکه شهیدان لمانځم او له الله تعالی نه د هغوي لپاره د درجو د لوړول او رحمت او مغفرت دعا کوم او حضرت بقیة الله اعظم روحي له الفداء(امام مهدی) باندې په درود اوسلام استولو سره د اسلامی امت د لوړاوي او د دښمنانو له شر او فتنې د مسلمانانو د نجات او ژغورنې لپاره د هغه بزرګوار د قبول شوي دعا غوښتنه کوم.

و باللّه التّوفیق و علیه التُّکلان

سیّدعلی خامنه‌ای

آخر ذی‌القعده ۱۴۳۷

۱۲/ شهریور ماه/۹

captcha