قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د امام علی علیه السلام د زیارت خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، نجف اشرف کې د غدیر خم اختر پیل کولو کمېټه راروانو څو اونۍ کې د حضرت فاطمه سلام الله علیها نومی ۲۵ زره مربع مېټر ستر صحن د عبادت او زیارت لپاره د پرانیستا خبر ورکړي.
نجف اشرف کې د غدیر خم اختر پیل کولو کمېټه اعلان کړې: د غدیر خم د اختر سپېڅلې ورځې سره سم، د حضرت فاطمه سلام الله علیها نومی ۲۵ زره مربع مېټر صحن هم د عبادت او زیارت لپاره پرانیستلې شي.
د غدیر اختر پیل کولو کمېټه غړې او د حضرت علی علیه السلام د زیارت شورا غړې مظفر خلیل محبوبه په دې اړه وویل: د حضرت فاطمه سلام الله علیها د زوکړې په ورځ چې تېره شوه د حضرت فاطمه سلام الله علیها نومی صحن یو برخه تقریباْ ۵ زره مربع مېټر د عبادت او زیارت لپاره پرانیستي شوې وه او اوس د غدیر خم سره سم به ۲۵ زره مربع مېټر له دې نه سره د شپږو دروازو پرانیستا وشي.
ادامه کې د حضرت علی علیه السلام د زیارت شورا غړې عیسی الخراسانی څرګنده کړه: د دغه صحن په دغه برخه کې چې پرانیستا به یی کېږي د غدیر خم د ورځې خوشحالۍ مختلف پروګرامونه پيل کېږي.
هغه زیاته کړه: د غدیر د اختر ورځې خوشحالۍ پروګرامونو کې کانفرانس، د امام علی علیه السلام په اړه د مقالو څېړنې، شعر او شاعري او د انځورونو نندارتون پيل کول دي.
http://iqna.ir/fa/news/3529003