قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د اسلامی نړۍ ښکلې معماري جوماتونه په دینی، کلتوري او ټولنیزه تاریخ کې مهم رول لري.
د المصدر ۲۴ خبرونو ویبپاڼې راپور د اسلامی نړۍ ښکلې او ستر ۱۰ جوماتونه معرفي کولو سره د امام رضا علیه السلام د زیارت په اړه راپور کې هغه د اسلامی نړۍ شپږم ستر جومات په توګه معرفي کړي.
که څه هم د امام رضا علیه السلام حرم یواځې یو جومات نه دي او د امام رضا علیه السلام زیارت هم دی، خو ولی دې مصري رسنۍ د یو ښکلې معماري په توګه دې ته توجه ورکړې او دا یی د اسلامی نړۍ ستر او ښکلې شپږم جومات معرفي کړی.
د مصر المصدر ۲۴ راپور کې راغلې دی: د امام رضا علیه السلام سپېڅلې حرم د اسلامی معماري یو بي نظیره ښکلا په سبب، د دینی شخصیتونو او بزرګانو مقبره، ستره موزه او کتابتون د اسلامی نړۍ مشهور او مذهبي مقدس ځایونو نه یو ارزښتمنه او بي نظیره ځای دې.
په دې راپور کې راغلی: د شیعیانو د اتم امام مرقد او ضریح او د دینی بزرګانو او شخصیتونه په دې سپېڅلې ځای کې شتون لري او د امام رضا علیه السلام دا سپېڅلې ځای د سراسر نړۍ نه د یو ستر شمېر مېلمنو مېلمستیا کوې چې شمېر یی تر ۲۰ ملیونه کسانو پورې رسېږي.
دا امام په کال ۸۱۸ کې شهید شوې او د هارون الرشید(عباسی خلیفه) سره دفن شوې دي او د مرګ نه پس د امام رضا علیه السلام بدن مطهر په دغه سیمه کې د مشهد ښار د زیارت کوونکو له سبب تیزي سره وده کړي.
د امام رضا علیه السلام زیارت کې لومړۍ جومات به ۱۱۰۰ کې جوړ شوې، خو ولی د رضوی حرم معماري د تیموریانو د سلطنت په وخت کې رشد او وده کړي او تراوسه د دې حرم ځای تقریباْ ۳۳۱ زره مربع مېټر دي چې تقریباْ ۱۰۰زره لمونځ کوونکې په کې لمونځ کولې شي.
د المصدر ۲۴ خبرونو ویبپاڼې په دې راپور کې د رضوی حرم معماري او ځایږې معرفي سره د اسلامی نړۍ نور ۹ ستر او ښکلې جوماتونه هم معرفي کړي چې مکه مکرمه کې مسجد الحرام، مدینه کې مسجد النبی صلی الله علیه و آله، اسلام آباد کې ملک فیصل جومات، جاکارتا کې استقلال جومات، کاایلانکا کې الحسن الثانی جومات، لاهور کې بادشاهی جومات، صنعاء کې الصالح جومات، ابوظهبی کې شیخ زاید جومات او د دهلی جامع جومات د اسلامی نړۍ ستر او ښکلې جوماتونو په توګه معرفي کړي.
http://iqna.ir/fa/news/3530727