IQNA

د اسلام او بودائیزم تر منځ د خبرو اترو په برخه کې د ایران او سري لنکا مشوره

0:22 - September 26, 2016
د خبر لمبر: 3480208
نړیواله ډله: د ایران او سری لانکا په کلمبو کې د ایران کلتوری سازمان په یوه غونډه کې د بوداییانو او مسلمانانو له یو بل نه درک او د دینونو ترمنځه خبرو اترو ته وده او همکاري کولو په اړه څېړنه وکړه.
د اسلام او بودائیزم تر منځ د خبرو اترو په برخه کې د ایران او سري لنکا مشوره

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د Colombo.icro خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، کلمبو کې د ګانګارامایا معبد د بودایی ماتکانو بزرګ آساجي په سری لانکا کې د ایران کلتوری سازمان مشر اورعی کریمی سره خبرې اترې وکړي.

هغه ایران ته خپل اخیرې سفر ته اشارې سره چې د اسلام او بودیسم غونډه کې ګډون لپاره یی کړې وو، ایران یی عظمت سره یاد کړو او د ایران او سری لانکا ترمنځه د دینونو برخه کې د خبرو اترو په اړه اړیکې او همکاري زیاتولو غوښتنه وکړه.

آساچی د آیت الله سید حسن خمینی او د هغه د ملګرو له معبد نه کتنه او د سری لانکا د بودائیانو ستر مشر مانک سره کتنه ډېره ښه او مثبت وټاکله او تاکید یی وکړو: مونږ نه چې یواځې د دین په برخه کې یووالي لرو بلکې د کلتوري او تمدن له لارې هم سره نږدې یو او هم دې شریکوالي سره دا توان لرو چې په ښه ډول له یو بل سره ملګرتیا او همکاري وکړو او مسلمانان او بودائیان یو بل درک کړې او کورنۍ او ټولنیزه برخو کې دینی تجربې یو بل ته منتقل کړو.

هغه همدارنګه له جمهوری اسلامی ایران او د هغې هر اړخیزه پرمختګ نه په عظمت یاد کړل.

د ایران کلتوری سازمان مشر اورعی کریمی، هم آساجی ته په خیر راغلې سره د ایران او سری لانکا ملګرتیا ته او نږدې اړیکو ته اشارې سره د سری لانکا کې د مختلفو دینو منونکو ترمنځه سوله یز ژوند وستایلو او دغه هیواد کې د افراطي فکر مخنیوي او د سولې او ملګرتیا ژوند حفظ کولو ضرورت باندې تاکید وکړو.

اورعی کریمی، جمهوری اسلامی ایران د دینونو ترمنځه خبرو اترو د پرمختګ لپاره په نړۍ کې د بشریت او آرامښت او عدالت یو لار وټاکلو.

په دې کتنه کې آساجی سره تایلېنډ کې د اسلام او بودیسم کانفرانس په اړه هم خبرې رامنځته شوي او د هغه نه تایلېنډ کې د اسلام او بودیسم کانفرانس درېمې دوره کې چې بنکاک کې د ایران کلتوري سازمان په همت باندې پیل کېږي کې د ګډون غوښتنه هم وشوه.

یادښتونه، د اسلام او بودیسم خبرو اترو درېمه دوره د دې کال ۲۷ او ۲۸ آبان باندې د اسلامی نړۍ چارو کې د اسلامی انقلاب لارښود مرستیال آیت الله محمد علی تسخیریاو د نړۍ بودایی پوهانو سره د سری لانکا د غړو شتون سره بنکاک کې پیل کېږي.

http://iqna.ir/fa/news/3532517


captcha