IQNA

د تیمور لنګ قرآن تر ټولو نه لوي خطې او نادر نسخو کې شمېر شو

22:40 - October 22, 2016
د خبر لمبر: 3480244
نړیواله ډله: د تیمور لنګ قرآن د قرآن کریم لرغونې او تر ټولو لوي خطې نسخو نه ده چې د لیک تاریخ یی تقریباْ ۱۵ سوه کاله لرغونتوب لري.
د تیمور لنګ قرآن تر ټولو نه لوي خطې او نادر نسخو کې شمېر شو

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د اسکای نیوز نه په نقل، د قرآن کریم خطې نسخه چې د تیمور لنګ په نوم مشهوره ده د قرآن کریم لويو نسخو کې شمېرلې کېږي چې د لیک تاریخ یی تقریباْ ۱۵ سوه کاله لرغونتوب لرې او د دې قرآن ګرځولو لپاره لاس ګاډې اړتیا لري.

د قرآن کریم هنر: د ترکی او د اسلامی هنرو موزه له خزانونه نندارتون کې د دغه قرآن دوه پاڼې چې نن د لومړي آبان نه په واشنګټن کې شورو وشوه نندارې لپاره وړاندې کېږي.

د تیمور قرآن هر یوه پاڼه تقریباْ تر ۱.۵/۲ مېټر رسي او د خط فاصله یی له یو بل سره تقریباْ ۲۰ نه تر ۲۲ سنتي مېټر ده.

د قرآن کریم خطی نسخو کې فعال (معصومه فرهد په دې اړه وویل: دا دوه پاڼې د قرآن کریم حکایت بیانوونکې دې، یو کس د قرآن کریم خطی نسخه تیمور لنګ ته ډالي کړه، خو ولی دغه نسخه ډېره وړه وه چې په د مهر یو ډبې کې ځای کېدله نو دغه اثر د تیمور خوښ نه شو.

هغه زیاته کړه: نو ځکه دغه خطاط او ښکلې لیکوال چې دغه قرآن یی لیکلې وو یو ځلې بیا هڅه وکړه چې دا ځل د قرآن کریم ستره نسخه ولیکې او د تیمور لنګ رضایت تر لاسه کړې نو د تیمور هم دا اثر خوښ شو او هغه ته یی ډېر ښه انعام ورکړو.

تیمور ګورکان (۷۷۱ - ۸۰۷ ه‍.ق. / ۱۳۳۶ - ۱۴۰۵ م)، چې د تیمور لنګ په نوم سره مشهور دې د ګورکانی(تیمور) لومړي باچا وو او د مرکزی آسیا او غربی ډېرو ځمکو باندې هغه له ۷۷۱ نه تر ۸۰۷ ھ ق باندې بادشاهي کړې. تیمور په ازبکي ژبه کې د اوسپنې په معنا دې، او هغه د «امیر تیمور»، «تیمور لنګ»، «تیمور ګورکان» او «صاحبقران» القاب سره یاد شوي.

د لرغونې قرآن کریم لومړۍ نندارتون امریکه کې د ترکی هلدینګ کوچ په همت سره او د ترکی او اسلامی استامبول هنر موزه او د ترکی سیلاني او کلتور وزارت په مرسته پیل کېږي چې په کې به تقریباْ د یو زر کالو لرغونې قرآنی نسخې د ۷ پېړۍ نه تر ۱۷ میلادی پېړۍ پورې نندارتون ته وړاندې کوي.

د واشنګټن خطې قرآنونو او د لرغونې قرآن نسخو نندارتون دروازې د خبریالو او د رسنۍ کسانو لپاره خلاصې شوې او د عمومي نندارې لپاره دا نندارتون د واشنګټن اسمیتسونیان موزه عمارت آرتور ام ساکلر سالون کې له نن نه پرانیستا کېږي.

http://www.iqna.ir/fa/news/3539672


captcha