IQNA

نیوزیلېنډ کې د قرآن نندارتون، غیر مسلمانه کوربه / مائوری کې د قرآن ژباړه

10:45 - November 08, 2016
د خبر لمبر: 3480263
نړیواله ډله: د نیوزیلېنډ «ګیسبورن» ښار کې د قرآن کریم نندارتون، د ټولو عقایدو او دینونه لرونکې ننداره کوونکو لپاره په وړيا توګه وړاندې کوي.
نیوزیلېنډ کې د قرآن نندارتون، غیر مسلمانه کوربه / مائوری کې د قرآن ژباړه

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د Newstalk خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د قرآن کریم په مائوري ژبه کې ژباړه، چې نیوزیلېنډ ژبه ده د دغه هیواد ګیسیورن ښار به نندارتون کې چې پيل کېږي نندارې لپاره یی اېښودلې ده.

دا ژباړه د یو مسلمان له اړخه چې ۲۰ کاله یی مائوری ژبه زدکړې په درې کالو کې ژباړه ترسره کړې ده.

د قرآن نندارتون د ګیسبورن ښار کې خپلو ننداره کوونکو ته چې د ټولو عقایدو او دینونه لرونکې دې په وړیا توګه وړاندې کوي.

د قرآن کریم د ۵۰ ژباړو نندارتون

په دغه نندارتون کې د مائوری ژباړې نه علاوه د قرآن کریم ۵۰ نورې ژباړې هم چې مختلفې ژبې لرې د عمومي نندارې لپاره وړاندې شوي.

همدارنګه د ګیسبورن نندارتون کې اساسي او د قرآن کریم مهمې ښودنې موضوعات هم ننداره کوونکو لپاره معرفي کېږي.

دغه سره د قرآن کریم له نظره د ترهګرو محکومیت موضوع باندې کانفرانس هم د دغه نندارتون په خوا کې پیل کېږي.

د دې نندارتون پیل کولو هدف د حقیقي اسلام معرفي یعنې آرامښت او سوله یز ژوند عنوان شوي دي.

http://www.iqna.ir/fa/news/3543595


captcha