IQNA

اوځينې له خلقوڅخه هغه څوک دى چې خرڅوي نفس خپل دپاره دطلب د رضا د الله

د ربیع الاول میاشته، د ژوند او ژوندون ربیع(پسرلي) مبارک شه
اوځينې له خلقوڅخه هغه څوک دى چې خرڅوي نفس خپل دپاره دطلب د رضا د الله

«وَمِنَ النَّاسِ مَن یَشْرِی نَفْسَهُ ابْتِغَاء مَرْضَاتِ اللّهِ ...»؛
اوځينې له خلقوڅخه هغه څوک دى چې خرڅوي نفس خپل دپاره دطلب د رضا د الله (چې له خپله ځانه اوماله تيريږي) 
د نوراني آیت د ربیع الاول میاشتې په لومړۍ شپه باندې د امیر المؤمنین علی علیه السلام په شان کې نازل شوي وو.
هغه شپه پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله د کافرانو له شره د مکه نه مدینه ته هجرت کړي وو.
او امام علی علیه السلام د اسلامی تاریخ اتلان د خپله ځانه تیر شو او د رسول الله صلی الله علیه و آله په بستره کې خوبولې شو.
دغه شپه، د لیلة المبیت وه ...
غزالي په احیا‌ء العلوم کې لیکې:
هغه شپه چې امیر المؤمنین علی علیه السلام د پیغمبر صلی الله علیه و آله په ځای ویده وو جبرائيل او میکائیل ته وویل شو چې ما ستاسو دوو ترمنځه ورور ولي تړلې او تاسو کې می د یو عمر بل ته ورکړو.
نو تاسو کې کوم یو ایثار به وکړي چې هغه بل د ستر عمر خاوند شي.
نو دواړو ستر عمر ځان لپاره خوښ کړو، ورته وویل شو ځمکې ته سترګې واړه وي او وګوري چې څرنګه امام علی علیه السلام خپل ژوند د خپل ورور پیغمبر صلی الله علیه و آله نه قربان کړې او د هغه په ځای باندې ویده دې او خپل ځان یی تر هغه قربان کړي.

Download: Image Size