قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د astrowani خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د منځلاري نړیواله بنسټیز غورځنګ (GMMF) چې د سولې وده، په اسلامی اصولو جوړ ښه حکومت، د اسلام وېرې، افراطی او ترهګري سره مقابلو لپاره جوړ شوي د اسلام ښکلا وړاندې کولو او د منځلاري اسلام وده لپاره ګام اوچت کړي دي.
د دې بنسټ مشر ناشر الدین مت عیسی وویل: په اخیرني کلونو کې ځنې داسې پېښي ترسره شوي چې د هغې له کبله د اسلام یو منفي اثر پرېوتي او اسلام وېره یی زېږولي دي.
هغه وویل: ترهګرې ډلې لکه طالبان، القاعده او داعش غونډې ډلو د اسلام انځور بد وړاندې کړي او نن هم دغه تاوتریخوالي تحقق لري او هم له دې کبله په مالیزیا په کال ۲۰۱۰ کې د منځلاري د ودې لپاره په نړۍ کې اقدامات ترسره کړل.
ناشر الدین څرګنده کړه چې د دې بنسټ پروګرامونه نه دا چې یواځې په مالیزیا کې بلکې په ټوله نړۍ کې منځلاري ته وده ورکولو لپاره پروګرامونه پیل کوي، هغه زیاته کړه د دې بنسټ یو پروګرام «نړیواله سوله کې د اسلام رول» نړیواله نندارتون دي چې په ۱۶او ۱۷ آذر باندې د مالیزیا کبانګسان پوهنتون کې د اندونیزیا، تایلېنډ، فلپاین، امریکه او سينګاپور هیوادونو په شتون سره پیل کېږي.
http://iqna.ir/fa/news/3550827