IQNA

پاکستان کې افراط ګرۍ ته وده ورکوونکې مدرسو بندول

0:53 - December 27, 2016
د خبر لمبر: 3480329
نړیواله ډله: د پاکستان چارواکو د سند په ولایت کې له دوه زره نه زیاتې مذهبي مدرسو چې د افراطی ډلو له اړخه چلېدلې د بندولو خبر ورکړي.
پاکستان کې افراط ګرۍ ته وده ورکوونکې مدرسو بندول

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د ډان نیوز خبرونو چینل نه په نقل، د پاکستان د سند ولایتی حکومت په سند کې افراط ګرۍ ته وده ورکوونکې غیر قانوني ۲۳۰۹ مدرسو ته د بندیز اعلان کړي.

پاکستان کې دا اقدام په داسې وخت کې ترسره شوي چې د حکومت د رسمي شمېرې له مخې لس زره غیر قانوني مدرسو کې یو ملیون طلبه شتون لري چې ۸۱۸ کسان په بهرنې طلبه دي.

د پاکستانی چارو اعلان کړي چې له دغه مدرسو نه ځنې مدرسې په غصب شوي ځمکو باندې جوړې شوي او ډېرې بي له اجازت نه کار کوي.

د حکومت د چارواکو د وینا په رڼا کې د حکومت له اړخه په دینی مدرسو رسمي څارنه نه د سند د ولایتي غونډې حمایت سره بیا هم د مذهبی افراطی ډلو له اړخه زورنو نه پس هم تصویب نه شو.

د پاکستان د هیواد وزارت یو مشر غړې وویل: د مدرسو ثبت کول او څارنو پروګرام د ترهګرو سره ملي مقابلې یوه برخه ده، خو ولی دا کال تراوسه ترسره نه شو.

تېره میاشته هم د سند ولایتی حکومت راپور کې څرګنده کړې وه چې هغه ۹۳ ترهګر مدرسې چې هغې سره باید مقابله شوي وه چې دا کار تراوسه ترسره نشو.

پاکستان کې ۱۰ زره مدرسې غیر قانوني فعالیتونه ترسره کوې چې زیات په کې د ترهګرو او افراطی ډلو سره مرسته او دغه فکر ته وده ورکوې خو ولی د ځنې سیاسي ډلو او د وهابي مذهب او افراطی اهلسنتو له وجهې حکومت هیڅ اقدام نشي ترسره کولي.

http://www.iqna.ir/fa/news/3556313


captcha