IQNA

کشمیر کې د سیرة النبی صلی الله علیه و آله نندارتون پیل شو

16:06 - December 30, 2016
د خبر لمبر: 3480334
نړیواله ډله: د سیرة النبی صلی الله علیه و آله نندارتون د کشمير سیاسي، دینی او عالمانو په شتون کې د کشمير سرینګر ښار کې د حضرت محمد صلی الله علیه و آله د ژوند په هکله پیل شو.
کشمیر کې د سیرة النبی صلی الله علیه و آله نندارتون پیل شو

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د KNSKashmir خبرونو نه ویبپاڼې نه په نقل، دا نندارتون د جمو او کشمير د خلکو د عمل کمېټې له اړخه د کشمير په سرینګر ښار کې پیل شو.د دغه حزب مشر میر واعظ فاروق سره د عالمانو، پوهاندو، سیاسي ډلو او د کشمير دیني مشرانو په دې نندارتون کې د پیغمبر صلی الله علیه و آله د ژوند په مختلفو برخو باندې تقریرونه وکړه.

میر واعظ خپل تقریر کې وویل: نن د نړۍ مسلمانانو په بهرنۍ او دنننۍ دامو کې ګېر دي، د اسلام دښمنانو دا فرصت ترلاسه کړي چې تر دې باور ورسېږي چې د اسلام حقیقي پیغام یعنې سوله او امن تر خلکو نه رسېږي او د هغې په بدل کې د اسلام درغلنې انځور وړاندې کوې.

فاروق وویل: مسلمانان باید د حضرت محمد صلی الله علیه و آله حقیقي لار په خلکو ته څرګنده کړې، د پیغمبر صلی الله علیه و آله پیغام نه پيروي د ژوند په ټولو برخو کې او بیا په ځانګړي او ټولنیزه ژوند کې خپل کړي.

.هغه وویل: د سیرة النبی صلی الله علیه و آله نندارتون پیل کولو موخه، د پیغمبر صلی الله علیه و آله د پیغام خپرول او په دې حقیقت چې مسلمانان یواځې د محمد صلی الله علیه و آله له لارې نه پیروي کوې تایید وو او دارنګه خپل حقیقي ځای او احترام یو ځلې ترلاسه کړي.

فاروق تاکید وکړو: دا د یو یو مسلمان وظیفه ده چې د پیغمبر صلی الله علیه و آله ښودنې خپل ژوند کې خپلې کړي او هغه په ښه توګه خپرې کړي.

http://www.iqna.ir/fa/news/3557081


captcha