IQNA

23:36 - January 14, 2017
د خبر لمبر: 3480357
نړیواله ډله: لومړي ځل د فلسطین سفارت په واتیکان کې د پاپ او د فلسطیني اداري مشر په شتون کې پرانیستا وشوه.
واتیکان کې د فلسطین د سفارت پرانیستا

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د العالم نه په نقل، د فلسطینی ادارې مشر محمود عباس پرون ایټالیا، واتیکان او فرانس ته خپل سفر شورو کړو.

هغه پرون د جمعه په ورځ د ایټالیا لومړي وزیر سره کتنه وکړه.

د فلسطینی اداري بهرنې چارو وزیر ریاض المالکی د ایټالیا خبرونو چینلو ته اعلان کړې چې محمود عباس پاپ سره کتنه کې د امریکې د سفارت له تل اویو نه قدس ته منتقل کېدو خطر په اړه خبري کوي.

المالکي هیله څرګنده کړه چې پاپ به د دې ستونزې په اړه خپل دریځ روښانه کوي او سختي سره به د امریکا ولس مشر ډونالډ ټرامپ ته خپل پیغام وړاندې کوي.

محمود عباس به اتبار په ورځ پاريس ته ځې، او همدغه ورځ به د صهیونیستی حکومت او فلسطین ګډون نه کولو سره منځني ختیځ کې سوله نړیواله کانفرانس پیل کېږي.

د جمعه په ورځ په واتیکان کې لومړي ځل د فلسطین سفارت د پاپ او محمود عباس شتون سره خلاص شو.

http://iqna.ir/fa/news/3562004


د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر: