IQNA

انګلیس کې د ۱۵۰ نه زیات جوماتونو کې« د جومات خلاص ورونه» مراسم

14:11 - February 06, 2017
د خبر لمبر: 3480386
نړیواله ډله: انګلیس کې پرون په ۱۷ بهمن باندې له ۱۵۰ نه زیات جوماتونو ورونه غیر مسلمانانو لپاره د اسلام معرفي وړاندې کولو لپاره خلاص وو او د «د جومات خلاص ورونه» مراسم په کې پیل شو.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د ګاردین ورځپاڼې نه په نقل، په دې مراسمو کې سره د اسلام اصلي سرچینو په اړه خبرو سره د لمونځ کولو او په ژوند کې د ایمان اثر موضوع باندې تقریرونه هم پیل شو.

دغه مراسمو کې د جوماتونو له اړخه اړتیا لرونکو ترمنځه خوړه هم تقسیم شوه.

تېر کال د رمضان المبارک میاشته کې د انګلیس مسلمانانو تقریباْ ۱۰۰ ملیون ډالره د غیر مسلمانانو ترمنځه وېشلې وو.

انګلیس کې د مسلمانانو شورا مشر هارون خان وویل: د دې مراسمو په داسې وخت کې پیل کول چې د امریکې ولسمشر ټرامپ له اړخه د مسلمانانو امریکې کې مخنیوي کولو حکم ورکړي او په کبک کې په لمونځ کوونکو باندې ډزو نه ورسته ضروري وو.

هغه وویل: دا مراسم یو فرصت دي چې مسلمانان او غیر مسلمانان سره خپلو کې اړیکو ته وده ورکړي.

د والورهمپتون کلیسا کشیش« کلیو کریګوری » دې اعلان سره چې دغه مراسمو کې به ګډون کوې وویل: موجود سیاسي حالاتو کې اړیکو ته وده ورکول او اړیکې جوړو له نور کله نه زیات اهمیت لري.

هغه وویل: د مسیحیانو نه غوښتنه کوم چې په دغه مراسمو کې ګډون وکړي او مسلمانانو سره خپلو اړیکو ته وده ورکړي.

http://iqna.ir/fa/news/3570244


captcha