قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د پریس ټوډي ویبپاڼې نه په نقل، پرون د سیهون شریف په لعل شهباز قلندر درګاه کښې د ترهګرې چودنې په نتیجه کښې ۵۷ تنه مړه او د ښځو او ماشومانو په شمول تر ۱۰۰ زیات کسان ژوبل شول.د چودنې له امله د زیارت په انګړ کښې اور ولګیده چې ډیر تاوان یې هم رسولی.
د سیهون د روغتون مشر ډاکټر معین الدین صدیقی په وینا روغتون ته ۵۰ مړی او تر سلو زیات ټپیان راوړل شوی دی او سخت ژوبل کسان د دادو او جامشورو روغتونونو ته انتقال کړای شوی.
د جامشورو د پولیسو افسر طارق ولایت ډان نیوز ته وویل:دغه چودنه ترهګره وه چې ځانمرګی په ظاهره د ښځو په جامو کښې له سنهری دروازې درګاه ته ورننوتلی .
د جامشورو ډیپټی کمشنر وویل:په دغې چودنې کښې ۵۷ تنه وژل شوی چې پکښې ۱۲ ښځې او ۴ ماشومان شامل دی او تر سلو زیات نور کسان ټپیان شوی دی.
رویټرز په بیړنی خبر کښې د داعش په تکفیری او صهیونیسټی ډلګۍ پورې د اړونده اعماق خبری اژانس له قوله څرګنده کړه،داعش ډلګۍ د دغې چودنې پړه په غاړه اخیستلی.