قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د آراکان خبرونو نه په نقل، د هند ځنې سیاسي ګوندونو لکه بهارتیا جاناتا ګوند چې د هند حکومت یی هم په لاس کې دي غوښتنه کړي چې د روهنیګیا مسلمانان باید وویستلې شي د میانمار کډوالو مسلمانانو چې د هند په جامو کشمير ولایت کې پناه اخیستلې ده اندېښنه یی زیاته شوي.
د هند سیاسي ګوندونو د تبعیض ډک اقدام چې په لاسونو کې پوسټري اوچت کړی وو او د روهینګیا کډوالو نه چې دلته مېشت دي زر تر زره وتلو غوښتنه کړي وه.
د هند سیاسي ګوند، دا غوښتنه د دغې سیمې د هویت، کلتور او تاریخ نه په بهانه او د قومي او کلتوري دلیلونو سره توجیه کړي.
د روهینګیا کډوالو پناه غوښتونکې محمد صادق چې ۴۰ کلن دي په دې اړه وویل: زه څو کاله مخکې د جامو او کشمير ولایت ته راغلې یم او دا رنګه پوسټري او لاریون مونږ کې د نا امني احساس پیدا کړي.
د تبعیض نه ډکه دا غوښتنه داسې وخت د هند سیاسي احزابو له اړخه ترسره شوي چې د راخین ولایت روهینګیا مسلمانانو لپاره حالات ډېر حساس او ناوړه دي او د روهینګیا مسلمانان د دې کال مهر میاشتې نه تراوسه د بودایی وسله والو او ځواکونو له اړخه وحشیانه عمل سره مخامخ دي. چې تراوسه په زرګونو نور رهینګیا مسلمانانو بنګلادېش ته هم تښتېدلې دي.
http://iqna.ir/fa/news/3576434