IQNA

1:15 - March 07, 2017
د خبر لمبر: 3480421
نړیواله ډله: برونئی هیواد چې د جمعیت په لحاظ له ټولو وړوکې اسلامی هیواد دي او د آسیا په سیمو کې شمېرلي کېږي، دا هیواد په اسلامی هیوادونو کې له ټولو لومړي او په نړۍ کې پنځم ثروتمنده هیواد شمېرلي کېږي.
هغه څه چې د اسلامی هیواد په اړه او د برونئی ثروتمند په اړه را ته نه ده پته

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د المواطن خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، «د سولې ځمکه» یا د «دارالسلام برونئی» د آسیا شرقي جنوب کې د بورنئو جزیره شمالي ساحل کې واقع دي.

برونئی د مالیزیا پخوا کې دي او په حقیقت کې دا هم د مالیزیا سره یو هیواد وو چې له انګلیس نه حمایت کوونکې هیوادونو نه وو، برونئی له هغه برخو نه دي چې په کال ۱۹۶۳ کې دا غوښتنه وکړه چې د انګلیس حمایت کوونکې کې پاتي شي او مالیزیا نه بیل شي.

دا هیواد په کال ۱۹۸۴ کې خپلواکې تر لاسه کړه او د ګاز او تیل سترې سرچینو لرلو سره د نړۍ په اوچته توګه ژوند کوونکو کې شمېر شو.

د برونئی رسمي دین اسلام ګڼلې کېږي او ۶۰٪ ولس یی مسلمان دي.

برونئی د شرقي آسیا تر ټولو ستر جومات لري، دا جومات «سلطان عمر سیف‌الدین» یا «مسجد طلایی» نوم سره پېژندلي کېږي، چې د سری بګاوان بندر د سیند په غاړه د برونئی په مرکز کې په کال ۱۹۵۸ کې جوړ شوي.

سلطان برونئی حسن البلکیا دي چې د دغه ثروتمنده هیواد باچا دي او له سرو زرو او سپینو زرو سره ډېره مینه لري او په هر څه کې ترې استفاده کوي، هغه له ماشومتوب نه د سرو زرو په لوښو کې خوراک کوي د هغه په جامو کې هم تر ډېره پورې له سرو زرو او سپینو زرو نه استفاده شوي.

دا هیواد همدارنګه یو د نړۍ ستر د باچا محل لري چې «د نور ایمان استوګنه» نوم لري او د رسمي باچا د استوګنې ځای دي.

دا قصر د برونئی مرکز په جنوب(بندر سری بګاوان) کې واقع دي او ۱۷۸۸ کوټې او د ۱۱۰ ګاډو لپاره پارکینګ لري. په دې قصر کې ۶۵۰ بورډونه نصب دي چې که چرې یو کتونکې دا ټولې کوټې کتل غواړې او د هر یو لپاره یواځې ۳۰ ثانیه وخت ورکړي نو ټولې کوټې کتلو لپاره تقریباْ ۲۴ ګېنټې وخت ته اړتیا لري. همدارنګه د برونئی باچا محل یو جهيل هم لري چې په لسګونو ډالفن په کې ساتلې شوي.

د عربستان باچا په ۱۴ اسفند باندې پر عیشه تعطیلات تېرولو لپاره جزیره بالی اندونیزیا ته سره د یو زر او ۵۰۰ شهزاده ګانو یو څو ګېنټو لپاره له جاکارتا څخه د برونئی دارالسلام ته روان شو.

ملک سلمان د دغه هیواد باچا سره لید نه ورستو د دواړو هیوادونو ترمنځه اړیکو ته پیاوړتیا ورکولو لپاره یو غونډه کې ګډون وکړو. په دې کتنه کې د سعودي باچا د اقتصادي، هنري، علمي، کلتوري، ځوانان، ورزشي او تجارتي پروګرامونو کې سره د مرستې توافق نامه لاسلیک کړه چې دا ټول د موجود کسانو له نظره د عربستان په منځنۍ ختیځ کې د سیاستونو او د آل سعود په نورو هیوادونو کې ناکامۍ نښه ده.

http://iqna.ir/fa/news/3580779


د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر: