IQNA

د امام حسین علیه السلام حرم کې د نادره قلمي نسخو نندارتون

7:09 - March 08, 2017
د خبر لمبر: 3480423
نړیواله ډله: کربلا معلی کې د امام حسین علیه السلام سپېڅلې حرم سره تړلې د قلمي نسخو د بیا رغولو او حفاظت مرکز« امام حسین علیه السلام » د یو شمېر قلمي نسخو نندارتون لپاره اقدام کړي.
د امام حسین علیه السلام حرم کې د نادره قلمي نسخو نندارتون

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د فرات نیوز خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د قلمي نسخو د بیا رغولو او حفاظت مرکز « امام حسین علیه السلام » یو شمېر د لرغونې لاس لیکلې نادره نسخو له دې نه پس چې بیا یی رغوې او صحافي کړې لومړي ځل د امام حسین علیه السلام حرم کې یی نندارتون لپاره وړاندې کړي.

د امام حسین علیه السلام د سپېڅلې حرم له اړخه یوه بیانیه کې په دې اړه اعلان شوي: د ټاکلو شوو قلمي نسخو دا نندارتون به د یو بهرني ټیم شتون سره د «مارکو دبیلا» چي د قلمي نسخو او د هغې د ساتنو پوهاند دي او عراق کې موجود کلتوري او لرغونو آثار لیدلو لپاره راغلي په مشري کې ترسره کېږي.

دې بهرنې ډلې د نندارتون لپاره تیارې شوي مجموعې کتلو نه ورستو چې د امام حسین علیه السلام د سپېڅلې زیارت له اړخه د دغه قلمي نسخو بیا رغول او حفاظت ولیدو نو د خلکو د نندارې لپاره وړاندې کولو باندې یی د عراق د پوهاندو ډله وستایله.

د قلمي نسخو د بیا رغولو او حفاظت مرکز« امام حسین علیه السلام » مشر مناف التمیمی په دې اړه وویل: دي مرکز د نادره نمونو څخه قلمي لرغوني نسخې چې وخت یی په سلګونو کلونو ته رسېږي د بیا روغولو نه پس د خلکو نندارې لپاره نندارتون کې وړاندې کړي.

captcha