IQNA

د امریکا په پنسیلوانیا جومات کې له غیر مسلمانانو استقبال

2:00 - March 27, 2017
د خبر لمبر: 3480441
نړیواله ډله: د آمریکا په پنسیلوانیا ولایت کې د اسکرانتون ښار په جومات کې پرون د غیر مسلمانانو سره اړیکې او پېژندنې هدف سره د یو شمېر غیر مسلمانانو نه استقبال ؤ شو.
د امریکا په پنسیلوانیا جومات کې له غیر مسلمانانو استقبال

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، tribune خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، نوې مسلمانه شوې او فعاله تیم مالونی د دې مراسمو په اړه وویل: د دې پروګرام هدف د دینونو ترمنځه د دوستۍ، ملګرتیا، خبرې اترې او د ټولنې خلکو ترمنځه مینه ته وده ورکول دي.

همدارنګه یو شمېر پروګرامونه مالونی په پوهنتون کې او د ولایت په مختلفو سازمانونو کې هم پيل کړي دی.

کوین نوردبرګ په اسکرانتون پوهنتون کې د فلسفه استاد چې په دې پروګرام کې ګډون کړي وو وویل: زه باور لرم چې د خلکو سره پیژندنه به ګټور ده.

هغه زیاته کړه: ښه دا ده چې د رسنۍ نه د بد خبرونو او د درواغو واوريدو په ځای د یو مسلمان ملګري نه واورو او د هغه نه د هغه د ورځنی ژوند په هکله پوښتنې وکړو او مسلمانان وپېژندو.

کن پیکونیز چې په دې پروګرام کې ګډون کوونکو نه وو وویل: کله چې مونږ یو کس په ځانګړې توګه وپېژندو، نو ګرانه خبره د چې د بیا له هغه کرکه وکړو.

مالونی غواړې چې په جومات کې د مېلمستیا او استقبال نور پروګرامونه هم پيل کړي.

http://iqna.ir/fa/news/3585741


captcha