IQNA

لندن کې د ترهګرو برید په محکومیت کې د مسلمانانو مظاهری

17:58 - March 27, 2017
د خبر لمبر: 3480443
نړیواله ډله: د مسلمانانو او د اسلامی لارښودو یوې غونډې د انګلستان په بیرمنګام ښار په ویکتوریا میدان کې د ترهګرو په لندن اخیرنۍ برید محکوم کړو.
لندن کې د ترهګرو برید په محکومیت کې د مسلمانانو مظاهری

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د inews خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د مسلمانانو او د اسلامی لارښودو یوې غونډې د انګلستان په بیرمنګام ښار په ویکتوریا میدان کې چې چارټونه یی هم پر لاسونو کې وچت کړي وو چې پرې(اسلام له نوم نه ناوړه ګټه د اسلام په نو د ترهګري حملې، دا هیڅ اړیکې مسلمانانو سره نه لري او مسلمانان د داعش خلاف دي) شعار لیکې وو او د ترهګرو په لندن اخیرنۍ برید یی محکوم کړو.

وقار عزمی د دې تظاهراتو پيل کوونکې وویل: له یوې مودې راسې ټول ترهګري او افراطی ډلې فعالیت کوې او هڅې کوې چې خپل بریدونو ته مسلمانانو سره نسبت ورکړي.

هغه زیاته کړه: همدارنګه د ښې لاس افراطی ډلې استازي، د انګلستان د ارزښتونو سیمبول نه دی، داعش ترهګره ډله هم د مسلمانانو د اعتقاداتو او ارزښتونو سیمبول نشو ګڼلې.

په اخیره کې ټولو تظاهرات کوونکو په لندن کې د ترهګري برید کې مړه شوی کسانو په احترام کې یو منټ خاموشی اختیار کړه.

یادښوتنه: د انګلیس د پارلمان په سنګ کې د ترهګرو په یو برید کې چې په دویم فروردین چهارشنبه په ورځ پيل شو ۴ تنه مړه او ۲۰ کسان ټپیان شوی وو.

captcha