IQNA

د افغانستان قندوز کې پولیسو ته د قرآن کریم ښودنه

19:59 - April 17, 2017
د خبر لمبر: 3480479
نړیواله ټولنه: د افغانستان قندوز ولایت د پولیسو مشر هره ورځ د ماسپښين لمانځه نه ورستو ۲۰ دقیقې خپلو پولیسو ته د قرآن کریم سره د ژباړې او تفسیر ښودنه کوي.
د افغانستان قندوز کې پولیسو ته د قرآن کریم ښودنه

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د pajhwok خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د قندوز ولایت پولیسو مشر عبدالحمید حمیدی پولیسو ته د فزیکی ښودو سره د قرآن کریم ښودنه مثبت ګڼي.

هغه زیاته کړه: د پولیس وظیفه غوښتنه کوې چې پولیس باید له تعلیم وسلې نه هم ډک وې، او له خپل وظیفه نه خبر وې، د قرآن کریم ژباړه او تفسیر ورکولو هدف د هغې اسلامی اخلاقو نه خبرول دی.

د قندوز د پولیس ادارې جرمونو برخې مشر ویس الدین تلاش په دې اړه وویل: د قرآن کریم د زدکړې غونډه کې ګډون ډېر مثبت اثر په پولیسو اچولی دی.

هغه زیاته کړه: پولیس د قرآن کریم د زدکړې غونډو کې ګډون سره د اسلام له لارې هم خبرېږي.

اسلام د افغانستان رسمي دین دی او په دغه هیواد کې د مسلمانانو شمېر ۹۹٪ دی..

http://www.iqna.ir/fa/news/3589924


captcha