قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د ارم نیوز خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د اردن اوقاف وزارت د دا قرآنی نسخې چې د عربستان هاشمیه خیریه موسسې له اړخه په دغه هیواد کې خپرې شوې وې راټولې کړی.
د اردن اوقاف وزارت په یوه بیانیه کې اعلان کړي: دې نسخو کې د الله جلاله په لفظ باندې نحوی(په کلماتو باندې د حرکت خطا) غلطي ۲۰۷ پاڼه باندې د سوره لقمان په ۱۱ آیت«هَذَا خَلْقُ اللَّهِ..: دا د الله خلق دی) کې د الله په نوم د «ه» په ځای فتحه (َ) استعمال شوی چې لږېدلې.
عبدالکریم یونس، د اوقاف وزارت قرآن کریم خپرولو وزیر په دې اړه وویل: دا یوه نحوی غلطې د عربستان نه راغلې په قرآن کریم کې لیدلې شوی دا نسخې اردن ته د دغه هیواد د وزارت نه بې تپوسه خپور شوې وې.
اردن ته راغلې نسخې باید لومړي د دغه هیواد وزارت ته وړاندې شی چې د دغه وزارت قرآن کریم کمېټۍ یی اول څېړنه وکړې. دا کار د اطلاع رسولو کمېټه، او د دغه هیواد د څېړنو موسسه له اړخه ترسره کېږي.