قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) د خلیج ټایمز خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، دا مقابلې د نړۍ ۱۰۰ هیوادونو نه د قرآن کریم حافظانو شتون سره د متحده عربی اماراتو مشر ځای ناستې او لومړۍ وزیر او همدارنګه د دبی حاکم شیخ محمد بن راشد آل مکتوم حمایت لاندې پيل کېږي.
د دبی قرآن نړیواله مقابلو پيل کوونکې کمېټه له ۱۲۰ اسلامی نه زیاتو هیوادونو او د مسلمانانو اقلیتی هیوادونو اروپا، امریکه، د لاتینې امریکا، افریقا او آسیا نه په دې مقابلو کې ګډون لپاره دعوت شوي.
د مقابلو د کمېټې غړی او د اطلاعاتو د څانګې مشر احمد الزاهد د دبی جایزه قرآن نړیواله مقابلو له چینل نه د پيل کېدو خبر ورکړو او وې ویل: د زیارت په ورځ ۴ خبرداد باندط د دبی جایزه نړیواله مقابلو سپوږمیز چینل د رسنۍ سازمان همکارۍ سره پیل شو چې د رمضان میاشتې تر اخیره به دا پروګرامونه لري او د مقابلو د دې دورې ټول پروګرام به نېغ په نېغه او ژوندي خپرونې سره خپور کوي.
هغه زیاته کړه: د دبی جایزه نړیواله مقابلو سره، د «ښکلې اوازونه» عنوان سره یوه بله مقابله هم پیل کېږي چې د هغه قرآن کریم حافظان چې ښکلې اواز لري یو ځانګړې جایزه هم ټاکلی شوي. دا برخه د دبی مقابلو سره د محلی حافظانو او نړیواله کسانو ترمنځه به پیل کېږي.
د دې راپور له مخې، د دې مقابلو لومړۍ کس ته به ۲۵۰ زره درهم او د دویم او دریم کس لپاره ترتیب سره ۲۰۰ زره درهم او ۱۵۰ درهم جایزه ورکړې کېږي.
علی فیضی، د ټول قرآن او د نهج البلاغه حافظ به د جمهوری اسلامی ایران د استازي په توګه په دغه مقابلو کې شتون لري او هغه به په اتم خرداد باندې روانېږي.