IQNA

د فلیپین نوې مسلمان: د اذان غږ زه مسلمان کړم

2:36 - June 08, 2017
د خبر لمبر: 3480534
نړیواله ډله: کله چې «سامونل مالک مانزانو » ۴۶کلن فلیپینې مهاجر لومړي ځل په کال ۲۰۰۸ کې دبی ته تلې وو، او لومړي ځل د اذان اواز د هغه توجه جلب کړه.
د فلیپین نوې مسلمان: د اذان غږ زه مسلمان کړم

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د KTimes خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، هغه چې د اذان اواز سره اشنا نه وو، هغه کلمات چې مؤذن به ادا کول هغه پرې نه پوهېدو خو ولی بیا هم د اذان اواز به یی خوښولو.

هغه وایئ: د اذان اواز ډېره معنا لري، هم روحانی ده او هم شاعرانه ده.

سره د دې چې د مسیحی تبلیغي مور پلار نه زېږېدلي، بیا هم د اذان سره یی مینه شورو کړه او هم دا سبب شو چې هغه مجبور شې چې خپل وجود کې معنویت ته پام وکړې.

خو ولی هغه غوښتل چې الله سره یی ژورې اړيکې ولرې نو بس د اسلام په اړه یی مطالعه شورو کړه.

د دې پاک معنوي سفر شورو کولو یو بل دلیل د مسلمانانو په هکله هغه غلط تصوراتو پاکول وو کوم چې د هغه په ذهن کې اچولې شوې وو.

مالک وایئ: زمونږ په ښار کې د تعصب او د جهل له کبله به ما فکر کولو چې الله اکبر د ترهګرۍ یوه چغه ده چې د بې ګناه انسانانو وژلو لپاره ده.

هغه زیاته کړه: ما غلطې کوله، زدکړه می وکړه او متوجه شوم چې د اسلام دین د سولې دین دی، ما د دینونو سره ملګرتیا دلته تجربه کړه او ومې لیدل چې څه رنګه مختلف دینونه کولې شي چې سره خپلو کې سوله یز ژوند وکړې.

مالک په ژورې سره د قرآن کریم مطالعه کړې، او د کال ۲۰۱۰ اکتوبر میاشتې ۱۰ تاریخ باندې د ۴۰ کالو عمر کې مسلمان شو.

هغه وویل: ځان له مې مالک نوم خوښ کړو چې قرآن کې ذکر شوې د الله نومونو نه دی او په کامله توګه زه الله ته تسلیم شوم.

مالک زیاته کړه: شهادتین لوستلو سره مسلمان شوم او احساس می وکړو چې یو ځلې بیا وزېږېدم او دا هر څه د اذان د غږ له سببه شورو شوې وو.

http://iqna.ir/fa/news/3606809


captcha