IQNA

شارجه کې د مراکش خطي مصحفونو نندارتون + انځور

1:12 - June 13, 2017
د خبر لمبر: 3480540
نړیواله ډله: د مراکش خطی ښکلې نسخو نندارتون به له قرآن کریم او د عربی ژبي نورې لاس لیکلې د شعریت او فقه حوزه کې لیکلې شوي او د قرآن کریم ښکلې نسخو سره ۳۰ خطی نسخې به د امارات په عمومي کتابتون شارجه کې شورو کېږي.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله تولنه(ایکنا) راپور له مخې، د اسکای نیوز خبرونو ویب پاڼې نه په نقل، دا نندارتون د شارجه کتاب انجمن او د مراکش اړیکو او کلتور وزارت په مرستې سره د امارات شارجه ښار عمومي کتابتون کې پرانیستا کېږي او د رمضان المبارک میاشتې تر اخیره پورې به ادامه لري.

د دې نندارتون پيل کولو هدف د مراکش او اماراتو ترمنځه د کلتوری معاملات ټینګښت او د عربی، اسلامی او د څېړنو مختلفو برخو کې د تیرو خلکو تالیف او آثارو راټولول عنوان شوي دی.

په دې نندارتون کې به د کتابتونونو خطی او ښکلې نسخې، موزه او د مراکش مشهور نشر کوونکې موسسې لکه د مکناس ښار جامع جومات خزانه، د تطوان ښار عمومي خزانه، د مراکش ښار خزانه ابن یوسف، د فاس ښار قرویین خزانه او د مراکش ملي کتابتون شامل دی.

د دې راپور له مخې، نورې خطي نسخې سبز شریف مصحف، شاطبه مصحف او ربعه ابوالحسن المرینی مصحف هم نندارې لپاره وړاندې کېږي.

دا نندارتون به د خطي ښکلې نسخو او د نادر قرآن کریم سره د احادیثو او د نبوی نعتونو، فقه، تاریخ، طبیعی علمونه او نورې لاس لیکلې نسخې به هم د خلکو نندارې لپاره وړاندې کېږي.


http://www.iqna.ir/fa/news/3608459


captcha