IQNA

د دبی مقابلو کې د بنګلادېشی حافظ ځوان ځلا

16:38 - June 16, 2017
د خبر لمبر: 3480546
نړیواله ډله: د بنګلادېشی ۱۳ کلن ځوان محمد طریق الاسلام د دبی قرآن نړیواله مقابلو ۲۱ دوره کې ښکلی تلاوت وړاندې کړو.
د دبی مقابلو کې د بنګلادېشی حافظ ځوان ځلا

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د GNews خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د بنګلادېش دې ځوان په ۲۱ خردارد باندې د دبی قرآن نړیواله مقابلو پایی ته رسیدو نه یوه شپه مخکې خپل ښکلې اواز سره ټول تالار یی را اوچت کړو.

محمد طریق الاسلام چې لومړي ځلې د قرآن نړیواله مقابلو کې ګډون وکړو د ډاکا د جومات د امام جماعت زوی دی چې د دې کال له ټولو نه ښه تلاوت یی وړاندې کړو.

هغه چې د دبی قرآن کریم نړیواله مقابلو نهمه شپه باندې یی د خپل عمر مقابلو کې خپل ښکلې اواز کې تلاوت وړاندې کولو سره نوې مرحلې ته داخل شو.

اسلام چې د خپل هیواد سراسر مقابلو کې یی بیا بیا لومړي مقام ترلاسه کړې دی، په دې مقابلو کې په توګه مقابله وړاندې کولو سره د رضایت اظهار وکړو.

هغه وویل: فکر کوم چې دا د الله لطف او کرم وو چې په ښه ډول می تلاوت وړاندې کړو او دارنګه پرمختګ می وکړو چې پخپله می هم تعجب وکړو.

محمد طریق الاسلام له ۱۱ کالو نه د قرآن کریم حفظ کول شورو کړې او تېر کال یی ټول قرآن کریم حفظ کړو، اوړ اوس د پیغمبر صلی الله علیه و آله حدیثونو باندې کار کوي.

د دبی قرآن کریم نړیواله مقابلو ۲۱ دورې د پایی مراسم په ۲۴ خرداد باندې د دبی کلتوری او علمی انجمن کې پیل شو.

د دبی قران کریم نړیواله مقابلو ۲۱ دوره کې د ایران استازی علی فیضی د ټول قرآن کریم حافظ په ۱۴ خرداد باندې په دوه مرحلو کې د داورانو د پوښتنو ځوابونه ورکړې وو.

http://iqna.ir/fa/news/3609270


captcha