IQNA

برما کې د ځوانانو دینی سولې کمپ پیل کېږي

21:28 - July 13, 2017
د خبر لمبر: 3480584
نړیواله ډله: د میانمار د ماندلی او زاګاین ښارونو نه راغلې د هندو، بودائي، مسیحیت او اسلام دینونو مذهبي لارښودو او د ۹۰ محصلانو شتون سره دینی کمپ په دغه هیواد کې پيل کېږي.
برما کې د ځوانانو دینی سولې کمپ پیل کېږي

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د Newtimes خبرونو نه په نقل، په دې کمپ کې چې د غیر انتفاعي سازمان «آسماني کلتور، نړیواله سوله او نوې رڼا(HWPLد همغږۍ سره پيل کېږي، دینی لارښودو د سولې په اړه تقریرونه او د کمپ اوسېدونکو له زاګاین ښار جومات نه کتنه وکړه چې خپل عقیدې او نظرونه د سولې اړتیا په اړه څرګنده کړي.

ګډون کوونکو جومات ته ننوتلو نه مخکې وضو وکړو چې له اسلامی کلتور سره اشنا شی.

د جومات امام (U Soe Nay Oo)یو سو نای او د جومات د ځانګړتیاوې، د مسلمانانو آداب او رسم په اړه لنډیز وړاندې کړو.

دا کمپ د کامبوج هیواد کې د ځوانانو سولې کمپ نه ورستو د غیر انتفاعي سازمان «آسماني کلتور، نړیواله سوله او نوې رڼا(HWPLدویم پروګرام وو.

دا سازمان په کال ۲۰۱۲ کې د نړیواله سولې او نړۍ کې د جنګ ودرولو لپاره په جنوبی کره هیواد کې جوړ شوې وو او دا سازمان د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې له ۱۰۰ نه زیات ادارې او له ۷۰ نه زیات څانګې لري.

http://iqna.ir/fa/news/3617637


captcha