قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د Halal Focus خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، دا نندارتون د مالیزیا حلال صنعت ودې سازمان له اړخه پیل کېږي او دغه نندارتون کې به له ۵۰۰ غرفې نه زیات او تقریباْ ۶۰۰۰ محصولات نندراې لپاره وړاندې کېږي.
دا نندارتون د آسیا شرقي جنوب کې تر ټولو لوي د حلال تجارت نندارتون دي چې په کې له ۲۴۰ ملیون نه زیات حلال محصولات او خدمات وړاندې کېږي.
تېر کال هم په دې نندارتون کې ۴۱۲ حلال شرکتونو ګډون کړي وو او تقریباْ ۸۰ زره عمومي او تجارتي ننداره کوونکو له دې نه ننداره کړي وه.
د دې کال په نندارتون کې ایران، شام، قزاقستان او نور هیوادونه شتون لري.
حلال خدمات وړاندې کوونکې او تولید کوونکو د خوراک، څښاک، سینګار، روغتیا، دارو، بوټو محصولات او اسلامی بانک، رستورانتونو او نانوايان، اسلامی هنرونه او لاسې صنعت، اسلامی جامې، د حلال محصولاتو وده ورکوونکې سازمانونه، اسلامی سیل ځایونه او حکومتي ادارې به په دې پنځه ورځې نندارتون کې شتون لري.
http://iqna.ir/fa/news/3624972