قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د pakobserver خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، عرفان صدیقی پرون 3 شهریور باندې په اسلام آباد کې د پاکستان هنر ملي شورا محل کې د خطاطی نړیواله نندارتون پرانیستا مراسمو کې د دې خبر اعلان وکړو.
د اسلامی خطاطی نړیواله نندارتون د پاکستان تاریخي او ادبي میراث ادارې له اړخه او د اسلامی هنر او کلتور، تاریخ څېړنو مرکز(IRCICA) د اسلامی همکارۍ سازمان همکارۍ سره په اسلام آباد کې د څلورو ورځو لپاره پیل کېږي.
صدیقی په دې مراسمو کې وویل: په دې کال کې به د خطاطی موسسه د خطاطی د هنر پرمختګ او حفظ کولو هدف سره چې د اسلام سره ژوره اړیکه لري جوړېږي.
هغه زیاته کړه: د اسلامی خطاطی هنر د قرآن کریم له نزول نه شورو شوې او له څوارلسو نه زیات پېړو پوری حفظ شوی.
صدیقی وویل: د خطاطی دا نندارتون د دې هنر پرمختګ لپاره د نوې لارو پیدا کولو او د تاریخ، هنر او اسلامی کلتور لپاره نورو هیوادونو سره همکاري کوي.
له ۱۰۰ نه زیات د خطاطی اثر د ۴۳ هیوادونو چې پاکستان، ایران، مصر، مراکش، ترکیه، سوریه، فلسطین، عراق، تونس، اندونزی، بوسنی و هرزگوین، اسپانیا، انگلیس، تایلند، سودان او اردن په کې شامل دی، کارپوهان او خطاط دې نندارتون کې خپل هنر وړاندې کوي.