قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د saudigazett خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د مالیزیا حلال محصولاتو ۱۵ ستر شرکتونه ګډون کوې چې د دې څارنه به د کرنې او کرنې سره تړون لرونکې صنایعو وزیر کوي.
شهید بن ابوبکر د مالیزیا کرنې مشر وویل: د حلال محصولاتو نندارتون په مالیزیا کې د حلال محصولاتو جوړوونکو لپاره جذابیت لري او دې کال هم به د ودې لپاره خپل محصولات نندارتون کې وړاندې کوي.
دبی حلال نندارتون یو ستر او جامع نندارتون دی چې په کې د ۲.۳ تریلیون ډالرو ارزښتمن محصولات وړاندې کېږي او د دبی هوایي ډګر سره نږدې هوټل کې دوه ورځو لپاره پيل کېږي.
په دې نندارتون کې تقریباْ ۴ زره پوهنتون شتون لري او ۴۰ هیوادونه په دې کې ګډون کوې چې د حلال خوراکونو سره، د سینګار حلال سامان، حلال سیاحت او حلال خوراک څښاک هم وړاندې کېږي.
دا نندارتون، د حلال صنعت او تجارتی ډلو لپاره یو مرکز دي.