IQNA

سيډني معماري جشن کې د استرالیا نوې جومات پرانیستا

13:31 - September 01, 2017
د خبر لمبر: 3480665
نړیواله ډله: د سیډني معماري جشن کې د استرالیا نوې جومات سره د معماري آثارو ځانګړتیاوې او کلتوري معرفي کولو پرانیستا وشوه.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د Smh خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، دا جشن چې په مهر میاشته کې پیل کېږي، په خپل یو پروګرام (له استرالیا جومات نه کتنه وکړي) کې د استرالیا نوې جومات معرفي کوې چې جوړښت باندې ۱۲ ملیون ډالر لګښت شوي.

دا جومات چې د سیډني تر ټولو وړوکې جومات دی په سلګونو نیم ګنبدونه لري چې هر یو باندې د الله ۹۹ نومونه لیکلې شوې دي، تیم هورتون د سیډني معماري جشن مشر وویل: تیر وخت ته سفر کول د هر کس لپاره جذابیت لري او د دغه جومات سنتي ګنبدونه نوې معماري سره نور هم جذابیت لري.

هغه زیاته کړه: نشو ویلې چې معماري د نړۍ ټول ستونزو حل دی خو ولی ویلې شو چې کله کله مونږ د کلتوري او مذهبی عمارتونو نه کتنې سره لکه د یو جومات کتنې سره هم مونږ دا کم رنګ کولې شو.

د دې جومات جوړوونکې یوناني مستري آنجلو کاندالاپاس چې کلیسا هم جوړه وې، دا جومات د اسلامی سنتي معماري او د استرالیا د نوې معماري ترکیبي معماري ده.


http://iqna.ir/fa/news/3635375


captcha