IQNA

د اسلامي انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي حاجیانو ته پيغام

د فلسطین دفاع او ژغورنه د اسلامي امت پریکنده دنده ده

22:59 - September 04, 2017
د خبر لمبر: 3480667
سیاسي ډله: د اسلامي انقلاب معظم رهبر د اسلامي هیوادونو د مشرانو او د اسلامي نړۍ د ټولو عالمانو او پوهانو دنده د وحدت رامینځته کونه، ولسونو ته د پوهې ورکونه او په اسلامي هیوادونو کښې د ترخو غمیزو چټکه درونه وبلله او په اشارې سره څرګنده کړه: له فلسطینه دفاع او د هغه ولس سره ملګرتیا چې نزدې اویا کاله کیږي د خپل غصب شوي هیواد لپاره مبارزه کوي، زمونږ ټولو ډیره مهمه دنده ده.
د فلسطین دفاع او ژغورنه د اسلامي امت پریکنده دنده ده

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د د اسلامي انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي دفتر اطلاع رسوونکې ویبپاڼې نه په نقل، د اسلامي انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي نن د بیت ا... الحرام حاجیانو ته په یو پيغام کښې د اسلامي هیوادونو د مشرانو او د اسلامي نړۍ د ټولو عالمانو او پوهانو دنده د وحدت رامینځته کونه، ولسونو ته د پوهې ورکونه او په اسلامي هیوادونو کښې د ترخو غمیزو چټکه درونه وبلله او د مسلمانانو په مینځ کښې د سلطې د نظام نفاق اچونکو سیاستونو ته په اشارې سره څرګنده کړه: له فلسطینه دفاع او د هغه ولس سره ملګرتیا چې نزدې اویا کاله کیږي د خپل غصب شوي هیواد لپاره مبارزه کوي، زمونږ ټولو ډیره مهمه دنده ده.

د اسلامي انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي پیغام متن د ولی فقیه غړي او د ایرانی حاجيانو د چارو مشر حجت الاسلام و المسلمین قاضی عسکر لخوا د عرفات په صحرا کې ولوستلې شوه. چې په لاندې ډول ده:

بسم‌اﷲ‌الرّحمن‌الرّحیم

و الحمد ﷲ ربّ العالمین و الصّلاة و السّلام علی سیّدنا محمّد خاتم النّبیّین و آله الطّاهرین و صحبه المنتجبین.

د الله شکر کوم چې دې کال بیا د حج سعادت تر لاسه کولو لپاره د سراسر نړۍ نه مومنانو ډله له دغه سر چینه له فیض نه ګټور شي او په دغه شپو او ورځو کې چې معظم او مباکې دی لکه د معجزې په شان زړونه منقلب او روح پاک کړې. د الله عظمت کور مجاورت کې او د عبادت او خضوع او ذکر سره تقرب ترلاسه کړي، مسلمانه ټولنه د حج د بې سارې فریضې هردواړه معنوي او سیاسي ، فردي او ټولنیزو اړخونو ته اړمنه ده.

حج د اسلامي امت د دغو دوو سترو دردونو شفا بخښونکي درمل کیدلی شي، هم زړونه له زنګونو څخه پاک او د تقوا او معرفت په نور یې روښانه کوي او هم سترګې د اسلامي نړۍ په ترخو واقعیتونو باندې رڼوي او هم له هغو سره د مقابلې لپاره هوډونه کلک او ګامونه ټینګ او لاسونه او ذهنونه چمتو کوي.

له یوې خوا د مادي ګروهنې جادو د پرمختللو اوزارونو څخه په استفادې سره د انسانانو د غولولو او تباه کولو په حال کښې ده او له بلې خوا د سلطې د نظام سیاستونه د مسلمانانو په مینځ کښې د فتنې اچولو او د دښمنۍ د اور بلولو او د ناامنۍ او اختلاف په دوزخ باندې د اسلامي هیوادونو د بدلولو په کار لګیا دي.

نن ورځ اسلامي نړۍ له ناامنۍ سره مخامخه ده، اخلاقي او معنوي ناامني او سیاسي ناامني زمونږ د غفلت او د دښمن د بې رحمانه یرغل ستر لامل دی او مونږ د خبیث دښمن د یرغل په وړاندې په خپلې دیني او عقلي دندې عمل نه دی کړی. مونږ هم «اَشِّدآءُ عَلَی الکُفّار» هېر کړي او هم «رُحَمآءُ بَینَهُم» مو هېر کړي، نتیجه یی دا ده چې صهیونیسټ دښمن د اسلامي نړۍ د جغرافیې په زړه کښې د فتنې اچولو په حال کښې دی. او مونږ د فلسطین د ژغورلو له حتمي دندې څخه غافل شوي، په سوریې، عراق، یمن، لیبیا او بحرین کښې په کورنۍ جګړې اخته شوي او په افغانستان او پاکستان او نورو ځایونو کښې له ترهګرۍ سره په مقابلې بوخت شوي یو.

د اسلامي هیوادونو مشران او د اسلامي نړۍ سیاسي، دیني او کلتوري پوهان او عالمان درنې دندې لري، د وحدت د رامینځته کولو او د قومي او مذهبي شخړو څخه د ټولو د لرې کولو، د ښکیلاک او صهیونزم د دښمنۍ او خیانت له رودو څخه د ولسونو د خبرولو، د نرم او سخت جنګ په بیلابیلو ډګرونو کښې له دښمن سره د مقابلې لپاره د ټولو د سنبالولو دنده او په اسلامي هیوادونو کښې د غمیزناکو پیښو د چټکې درونې وظیفه چې نن سبا د یمن د پيښو په شان ترخه بیلګه یې په ټوله نړۍ کښې د ویر او اعتراض سبب شوې ده د میانمار د مظلومو مسلمانانو په شان د ستم ځپلو لږکیو څخه غوڅه دفاع او ترټولو لامهمه د فلسطین څخه د دفاع او د هغه ولس سره د ملګرتیا وظیفه چې نزدې اویا کاله کیږي د خپل غصب شوي هیواد لپاره مبارزه کوي یوه اړینه چاره ده.

زمونږ مهمه دنده داده چې ټول ملتونه باید له خپلو حکومتونو غوښتنه وکړې چې مشران باید د حل او د خالص اراده سره هڅه وکړي او دا کار د الله د دین سره نصرت دي چې بې شکه د الله د وعدې مطابق د الله نصرت به ورسره وي.

دا د حج ځنې درسونه دې او هیله لرو چې په دغه پوهه شو او پرې عمل به وکړو.

ستاسو لپاره د قبول شوې حج دعا کوم او د منا د شهیدانو یاد او مسجد الحرام لمانځم او د هغوي درجات اوچتولو لپاره د الله رحیم او کرم نه دعا کوم.

والسّلام‌علیکم‌ورحمةﷲ

سیّدعلی خامنه‌ای

اووم شهریور۱۳۹۶

اووم ذی‌الحّجه‌ی ۱۴۳۸

captcha