IQNA

د سینګاپور ولسمشر یوه مسلمانه ښځه شوه

18:01 - September 16, 2017
د خبر لمبر: 3480686
نړیواله ډله: یوه مالایی مسلمانه ښځه حلیمه یعقوب د دغه هیواد د ولسمشر په توګه انتخاب شوه.
د سینګاپور ولسمشر یوه مسلمانه ښځه شوه

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د فرانس خبرونو نه په نقل، هغه چې یواځې د ولسمشرې لپاره د حکومت انتخاباتي کمېټه له اړخه ټاکلې شوې وه په رسمي توګه ولسمشره شوه.

هغه لومړي مسلمانه ښځه ده چې د سینګاپور ولسمشر په توګه وټاکلې شوه.

حلیمه یعقوب چې په سینګاپور کې د حاکم حزب غړې ده له دوه لسیزو نه د دغه هیواد د پارلمان غړې او یو وخته پورې د دغه پارلمان مشره هم پاتې شوي.

د ولسمشرې منصب په دغه هیواد کې یو تشریفاتي منصب ګڼلې شي.

سینګاپور چې د مالایا جزیرې په جنوب کې واقع دي د آسیا شرقي جنوب کې یو وړوکې هیواد دي.

دا هیواد چې تقریباْ ۵۵ ملیونه کسان لري په کال ۱۹۶۵ کې له مالیزیا نه بېل شوي او خپلواکي ترلاسه کړي.

http://iqna.ir/fa/news/3641483


captcha