IQNA

د امریکې نه تر هندوستان پورې په میانمار کې په نسل وژنې اعتراض

23:31 - September 18, 2017
د خبر لمبر: 3480690
نړیواله ډله: د نړۍ د مختلفو هیوادونو په سلګونو خلکو د روهینګیا مسلمانانو وژل محکوم کولو سره مظاهرې وکړي او دغه نسل وژنې ودرولو غوښتنه یی وکړه.
د امریکې نه تر هندوستان پورې په میانمار کې په نسل وژنې اعتراض

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د آناتولی خبرونو نه په نقل، په نیویارک کې په زرګونو خلکو د ملګرو ملتونو سامان مخکې ته اعتراض کوونکې غونډه کې د خپل اړخه د روهینګیا مسلمانانو اقلیت باندې ظلم او زیاتي خلاف اعتراض اعلان وکړو.

دا مظاهری د غیر حکومتی اسلامی سازمان له اړخه پيل شوي او تقریر کوونکو یی د میانمار له چارواکو نه غوښتنه وکړه چې دغه وژنې بند کړي.

د آلمان په سلګونو خلکو د جمعه په ورځ اخیرې وخت کې د روهینګیا مسلمانانو په میانمار کې وژلو باندې په برلین ښار کې مظاهرې پيل کړي.

د جنوبی افریقا، تقریباْ ۲۵۰۰ کسانو پرون د میانمار سفارت مخکې ته غونډه وکړه او د دغه هیواد په پرتوریا ښار کې د روهینګیا مسلمانانو وژنې یی محکوم کړي.

د جنوبی افریقا مسلمانانو عالمانو شورا مشر ابراهینم بهام، د سولې نوبل جایزه ترلاسه کوونکې آنګ سان سو چی په دې ظلمونو باندې چپتیا په اړه تعجب څرګنده کړو.

د جنوبی افریقا بودائیانو اعتراض

د جنوبی افریقا بودائیانو ټولنې هم دغه اعتراض کوونکې غونډه کې ګډون وکړو او له نړۍ ټولو بودائیانو نه یی غوښتنه وکړه چې د روهینګیا مسلمانانو خلاف د دې تاوتریخوالی پایی ته رسولو لپاره اقدام وکړي.

ځنې بودائیانو او مسلمانانو بینرونه نیولې وو چې دا پرې لیکلې شوي وو: «بودئیسم او اسلام په برمه کې د نسل وژنې خلاف متحد»

بنګلادېش کې د میانمار خلاف اعلان جنګ

راپور له مخې، په بنګلادېش کې د اسلامی ډلو په زرګونو ملاتړو د روهینګیا مسلمانانو نه حمایت کې مظاهرې وکړې او د میانمار خلاف د جنګ غوښتنه یی وکړه، هغې دغه هیواد د روهینګیا مسلمانانو وژنې سره د جنګ شورو کولو باندې متهم کړو.

د بنګلادېش یو امنیتي پولیس اعلان وکړو: مظاهرې کوونکو په راخین ولایت کې مېشته خلکو باندې د میانمار امنیتي ځواکونو ظلمونو باندې اعتراض وکړو او د نړۍ هیوادونو له اړخه د روهینګیا مسلمانانو اقلیت نه حمایت کول یی ناکافی وګڼل او محکوم یی کړو.

د هندوستان په اګره ښار کې هم په سلګونو مسلمانانو غونډه وکړه او د میانمار چارواکو له اړخه د روهینګیا مسلمانانو خلاف تاوتریخوالی باندې د خپلې غصې او قهر اظهار وکړو.

http://iqna.ir/fa/news/3642424


captcha