IQNA

د روهینګیا غوندې سری لانکا او سناریو

12:55 - September 20, 2017
د خبر لمبر: 3480692
نړیواله ډله: د سری لانکا مسلمانان او ډېر تامیل خپل هیواد د میانمار غوندې ګڼلې او دغه هیواد کې هم د مسلمان اقلیت خلاف په بریدونو کې د ودې شاهد دي.
د روهینګیا غوندې سری لانکا او سناریو

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د Christian Post خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د سری لانکا مسلمانان او ډېر تامیل د خپل هیواد حالات میانمار سره برابر ګڼلې، په دواړه هیوادونو کې د بودیسم دین غالب دي او بوادایی افراطی راهبان د قومی او دینی اقلیتونو خلاف د نفرت احساس پیدا کولو لپاره هڅې کوي.

سری لانکا د آسیا جنوب په جزیره کې هیواد دي او تراوسه د مسلمانانو اقلیت خلاف باندې په بریدونو کې د ودې شاهد دی.

په تېرو اخیرنۍ ورځو کې په دغه هیواد کې تامیل هندوان د مسلمانانو سره سړکونو ته را وتلې دي او په میانمار کې د روهینګیا خلکو سره پیوستون لپاره یی مظاهرې پيل کړي.

د میانمار مظلومانو نه حمایت کې د لکهنو د دینونو فریاد

په دې راپور کې راغلې، د میانمار له شمال نه د زرګونو روهینګیا مسلمانانو تېښته چې ملګری ملتونو ورته د «نسلی پاکوالي» نوم ورکړي د هند په لکهنو ښار کې مسلمانانو، مسیحیانو او د نورو دینونو منونکې سره د دغه جنایاتو محکوم کولو لپاره غونډه پيل کړه.

د هند د مختلفو دینونو منونکو په دې غونډه کې د روهینګیا مسلمانانو خلاف د میانمار حکومت له اړخه ظلمونه ودرولو غوښتنه وکړه.

اعتراض کوونکې د ملګرو ملتونو له اړخه د میانمار حکومت باندې بندیزونه لږولو او مسلمانانو باندې ظلم کوونکې د ترهګرو لست کې اچولو غوښتنه هم وکړه.

د میانمار د حکومت له اړخه اخیرني ظلمونو کې یو شمېر روهینګیا مسلمانان مړه او تقریباْ ۴۰۰ زره کسان بنګلادېش ته کډوال شوي.

د بشري حقوقو غړې وایئ: د میانمار د راخین ولایت په روهینګیا کې تقریباْ ۶۲ کلې د میانمار له افراطی بودائیانو او ځواکونو له اړخه ویجاړ شوي او سوځېدلې دي.

http://iqna.ir/fa/news/3642723


captcha