IQNA

د داعش د فلیپین په تاریخي جومات تسلط تر پای ورسېد

6:48 - September 21, 2017
د خبر لمبر: 3480694
نړیواله ډله: د فلیپین پوځی چارواکو د دغه هیواد په «میندانائو» جزیره کې د داعش سره تړلې ماوتی ترهګرې ډلې نه د تاریخی جومات د ازادولو خبر ورکړي.
د داعش د فلیپین په تاریخي جومات تسلط تر پای ورسېد

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د الأن برېښنايي ورځپاڼې نه په نقل، د فلیپین پوځی چارواکو اعلان کړي: د دغه هیواد په شرقي جنوب کې واقع جزیره میندانائو په ماروای ښار کې د داعش سره تړلې ماوتی ترهګرې ډلې سره له څلور میاشتې نښتې نه ورستو د دغه ښار تاریخي جومات له دغه ترهګرې ډلې ازاد کړو.

هغه زیاته کړه: د دغه نښتو نه ورستو همدارنګه، دوه نور عمارتونه د فلیپین اسلامی پوهنتون او د امة الله اسلامی موسسه هم د داعش له تسلط نه ازاد شو.

«باتو» تاریخي جومات د ماروای ښار د مسلمانانو یو مهم دینی مرکز دي چې د موتی ترهګرې دلې د دې کال په خرداد میاشته کې په میندانائو جزیره کې د جنګ شورو کولو نه پس نیولې وو، له دې نه مخکې هم د فلیپین پوځ د ماروای ښار دا جومات له داعش نه ازاد کړي وو.

د فلیپین د پوځ ویناوال اعلان کړي چې د فلیپین پوځونو د موتی ترهګرې ډلې سره په نښته کې تراوسه تقریباْ ۸۰۰ ترهګره وسله وال او ۱۴۹ د فلیپین پوځونه مړه شوې او همدارنګه د دغه هیواد په لسګونو ښاریز هم مړه شوي دې.

موتی ترهګره ډله په کال ۲۰۱۲ کې د عبدالله موتی او د هغه ورور عمر له اړخه د خپل شتون اعلان کړې وو او په فلیپین کې یی د چاودنو او د پوځ وژلو اقدام ترسره کړې وو او د ۲۰۱۵ کال په اپرېل میاشته کې یی د داعش ترهګرې ډلې سره په رسمي توګه د بیعت اعلان کړي وو.

http://iqna.ir/fa/news/3643333


captcha