IQNA

د اسلامي هیوادونو سره د اړیکو پراختیا لپاره د تائیوان هڅې

6:23 - September 24, 2017
د خبر لمبر: 3480698
نړیواله ډله: د تائیوان اجرا چارواکې تسای اینګ ون، اسلامی هیوادونو سره اړیکو ته پراختیا ورکولو او دغه هیواد ته مسلمانان سیل کوونکې جذب کولو خبر ورکړي.
د اسلامي هیوادونو سره د اړیکو پراختیا لپاره د تائیوان هڅې

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د آناتولی ترکی خبرونو نه په نقل، د تائیوان چارواکې تسای اینګ ون، د چيني نسل مسلمانانو اتحادیه غړو سره کتنه کې چې دغه هیواد کې فعالیت کوې وویل: مسلمانان د یو پل غوندې دي چې اسلامی ټولنه او تائیوان هیواد ته له یو بل سره پیوند ورکوي.

هغه اسلام د نړۍ یو مهم دین وشمېرلو او څرګنده یی کړه: مونږ مسلمانانو او اسلامی هیوادونو سره اړیکو کې پراختیا غواړو، او د نړۍ مسلمانان تائیوان خپل دویم کور ګڼلې شي.

د تائیوان چارواکې ادامه کې وویل: د مسلمانانو سیل کوونکو زمونږ هیواد ته را تللو لپاره په هوایي ډګرونو او ټرمینالونو باندې د لمونځ لپاره ځایونه جوړ کړي چې هغوي بې له څه ستونزو خپل عبادت کولې شي.

تسای اینګ ون، خپلو خبرو کې د تائیوان په پرمختګ کې د مسلمانانو رول ولمانځلو او وې ویل: مونږ هڅه کوو چې په هیواد کې حلال صنعت ته وده ورکړو، او هم په دې دلیل مونږ رسټورانټونه د حلال مجوز اخیستلو لپاره تشویق کوو.

http://iqna.ir/fa/news/3644359


captcha