قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د eagletribune خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د پاکستان جعفري فقه غورځنګ اجرا کولو مشر حجت الاسلام سید حمید علی شاه موسوي، د محرم الحرام میاشتې شورو کېدو مناسبت سره خپل تقریر کې وویل: بریالیتوب په حقیقت کې د ارمان نه حفاظت او ساتنه ده که څه هم یو کس خپل دغه ارمان ساتلو لپاره خپل هر څه له لاسه ورکړي، او آرمان له لاسه ورکول ناکامي ده که څه هم پرځای یی انسان خپل هرڅه حفظ کړي.
هغه څرګنده کړه: د محرم میاشته، د کربلا نه هیریدونکې پېښې لمانځلو او یادولو میاشته ده چې د بشریت لپاره هر اړخیزه درس لري.
هغه تاکید وکړو: اسلامی لارښود د بشریت ستونزې حل کولو لپاره باید د امام حسین علیه السلام لاره خپله کړي.